مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-05-06   مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان

د شبکې تړونونه

بصیر بهیر وردگ

Networks Protocol

مخکې له دی چې د IPآدرس په اړه رڼا واچوو ،په لمړی سر کې باید وویل شی چې د یوی شبکې د جوړولو لپاره وسایلو ته له ټولو ډیره اړتیا د ه باید وسایل پیدا او د هغه په مټ سره کمپیوټرونه او نور کمپیوټری وسایل یو له بله ونښلول شی.
د دی ارتباط د تامینولو پاره د تړونونو(Protocols) شتون حتمی دی چې همدا تړونونه (Protocol) منطقی ارتباط ټینګوی.
د قوانینو هغه مجموعه چې په رسمی شکل درج او په شبکه او انټرنیټ (Internet) کې د وسایلو ارتباط اداره او کنترولوی د تړون یا پروتوکول په نامه سره یادیږی.
تړون (Protocol) د معلوماتو (Data) فارمټ،چټکتیا،په نښه کول او د غلطیو کنترول او د اړیکو نور ځایونه او برخی کنترولوی.
دا تړونونه (Protocols) د ځینو ارګانونو او ټولنو پواسطه تهیه او منل کېږی.له دی ارګانونو څخه ځینی یی په لاندی ډول دی:
IEEE :( Institute of Electrical & Electron icy Engineer)
ANSI ( American National Standards Institute

TIA :( Telecommunication Industry Association Alliance)
اونور...
په شبکه او انټرنیټ کې له بیلا بیلو تړونونو څخه ګټه اخیستل کېږی.دا تړونونه ډیری دندی تر سره کوی په دی ځای کې به له دی تړونونو څخه د IP تړون  د بیلګی په توګه و څیړل شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery