مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

پکتيکا:پدرام ووژنئ، دولکه ډالر واخلۍ

 د پكيتكا په ولايت كې سلګونو ځوانانو او سوداګرو د يوې لوې غونډې په ترڅ كې د ملي كنګرې د ګوند مشر لطيف پدرام وروستۍ څرګندونۍ وغندل شوې او د ده د وژنې پر سر  يې دوه لكه ډالره جايزه كيښوده.د پكتيكا ولايت د ځوانانو د ټولنې مشر وايي چې سوداګرو دغه ګام وروسته له هغه اوچت كړ چې دولت د پدرام د محاكمه كولو په كار كې تر دې دمه پاتې راغلى. د پكتيكا ولايت د نيږدى څوارلسو و سواليو ځوانانو ، فرهنګيانو، سوداګرو او عامو وګړو د يوې لوې غونډې په ترڅ كې د پدرام د وژنې پر سر د دوولكو ډال و جايزه كيښوده.  د پكيتكا ولايت د ځوانانو ټولنې مشر وايي چې دغه غونډه د سيميزو سوداګرو او  د ځوانانود ټولنې لخوا جوړه شوې چې دولتي كسانو پكې برخه نه درلوده.  د سرچينې په وينا ځوانانو او سوداګرو په دولت نيوكه وكړه چې د لطيف پدرام په محاكمه كولو كې يې تر اوسه هيڅ ډول اقدام نه دى كړى.  په غونډې كې سوداګرو اعلان وكړ چې دوى به د هغې چا د وژنې په بدل كې چې ملي شخصيتونو ته يې سپكې سپورې ويلي دي دوه لكه ډالره جايزه ځانګړي كړي.  د پكتيكا د ځوانانو ټولنې د مسوول په وينا سوداګرو دا هم وويل چې د دوه لكه ډالرو د جايزې ترڅنګ به د سر او مال د ساتنې په ترڅ كې هم خلكو ته پوره ډاډ وركوي.  په پكتيكا ولايت وروسته له هغه د پدرام د وژنې پر سر د دوه لكه الرو د جايزې اعلان كيږي چې تيره ورځ ملي كنګرې ګوند د خپل مشر د وروستيو څرګندونو سپناوى وكړ.  ياد شوي ګوند وويل چې پدرام سرلښكر غازي امان الله خان ته سپكې سپورې نه دي ويلي او دا يې دنوموړي په وړاندې يو ه دسيسه بللې وه.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery