مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-12-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د ناروغیو په مخنیوی، کنټرول او علاج کې د تازه اوبو د څښلو ګټې

ډاکتر جاوید جبیبی


په چاپان کې د خوب څخه له پاسیدو وروسته د تازه اوبو څښل د یوه عادت ډول غوره کړی دی. علمی څیړنې هم د اوبو دا ډول څښاک د ناروغیو په مخنیوي، کنترول او درملنه کې ګټور بولي.

د چاپان طبی ټولنې د اوبو دا ډول څښاک سل فیصده ګټور بولي او هغه کسانو ته چې په لاندې ذکر شویو ناروغیو اخته وي ورته په خالی معده سهار وختی له خوب پاسیدو وروسته د تازه اوبو د څښلو توصیه کوي:


سرخوږی
ځان خوږی
د زړه اړونده ناروغۍ
د مفاصلو پړسوب
د زړه تیز ضربان
م یرګي
چاغتوب
نفس تنګي
نری رنځ (توبرکلوز)
قبضیت
د پښتورګو ناروغۍ
استفراق
د معدی التهاب (ګستریت)
نسناستی (اسهال)
د شکرې ناروغي (دیابت)
د سترګو اړونده ناروغۍ
د رحم سرطان او نورې ښځینه ناروغۍ
د غوږ، ستوني او پزې ناروغۍ

 د تداوی طریقه:
سهار وختي د خوب له پاسیدو وروسته، مخکی لدې چې غاښونو پرس یا م سواک کړﺉ، څلور ګلاسه (4x160ml) تازه او سړې اوبه وڅښی.
د اوبو د څښلو وروسته خپل غاښونه برس یا مسواک کړﺉ او بیا د 45 دقیقو لپاره څښاک او خوراک مه کوﺉ.
له 45 دقیقو وروسته په نارمل شکل خپل خوراک او څښاک وکړﺉ.
د سها ، غرمې او ماښام له خوراک وروسته تر 2 ساعتونو پورې نور اضافي څښاک و خوراک مکوﺉ.
د لوړ عمر خاوندان او ناروغ کسان ممکن په لومړیو ورځو کې د څلورو ګلاسونو اوبو د څښاک سره ښه جوړ رانشي خو د څو ورځو په تیردلو سره په تد یجي ډول ور سره عادت پیدا کوي.
د تداوی پورتنۍ کړنلاره د ناروغانو د جوړتیا او د روغو کسانو د سالم صحت ضم انت کوي.
په لاندی لست کې د ځینو ناروغیو د مخنیوي، کنترول او درملنې موده هم ذکر شوې ده:

1.      د وینې لوړ فشار 30 ورځې
2.      د معدې التهاب (ګستریت) 10 و ځې
3.      د شکرې ناروغي 30 ورځې
4.      قبضیت 10 ورځې
5.      سرطان (کانس ) 180 ورځې
6.      نری رنځ (توبرکلوز) 90 ورځې
7.      د مفاصلو التهاب لپاره په لومړۍ اوونۍ کې دری ورځې او له هغې وروسته هره ورځ
د تداوی پورتنې ګړنلاره هیڅ ډول جانبي عوارض نلري، یوازې په ځینو کسانو کې کیدای شي په لومړیو ورځو کې د بولو د زیاتوالي سبب شي.
دا به زموږ ټولو (روغو او ناروغو) لپاره ډیره ګټوره وي کچیرې وکولای شو پورتنې کړنلاره په سمه او منظمه توګه عملي کړو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery