مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-09   مخپرونکئ : عبدالله احسان

افغان سندرغاړی نصرت پارسا په کاناډا کي ووژل شو

عبدالله احسان

١٩ غويی ١٣٨٤بي بي سي :

 

د افغانستان تکړه او نوميالی سندغاړی

نصرت پارسا ځوانيمرګ شو

 

د افغانستان يو وتلی سندرغاړی نصرت پارسا تېره شپه په يوې پېښي کي ومړ .

                                                      ( انالله و انااليه راجعون )

نوموړی تېره شپه په کاناډا کي د يوه کنسرت څخه وروسته د ناپېژندل شويو کسانو تر برېد لاندی راغی ، روغتون ته د رسېدلو وروسته مړ شو .

 

تکړه سندغاړی نصرت پارسانصرت پارسا د شرقي موسيقۍ يوه بااستعداده څېره په يوې پيښي کي د موسيقۍ له بهير څخه د ابد له پاره جلا شو . نصرت پارسا پرون  د کاناډا د ونکوور په ښار کي د يوه کنسرټ ورکولو څخه وروسته د څو تنو له خوا په وهلو ټکولو کي ووژل شو .

 

پارسا په اته کلنۍ کي په موسيقي پيل وکړ او د مرحوم استاد سرآهنګ  شاګرد و . وروسته هند ته ولاړ ، هلته يې د استاد منور علي خان او پندت دېش خان شاګردي يې وکړه . کله چي المان ته مهاجر شو د موسيقۍ زده کړو ته يې دوام ورکړ  او د استاد غلام علي خان چي د غزل نامتو استاد دی شاګرد پاته شو . افغان سندرغاړی نجيب حق پرست د نصرت پارسا په هکله داسي وايي :  ښه ځوان و ، باتربيه ځوان و ، خوش اخلاقه ځوان و ، ښه هنر يې درلودی ، داسي يو هنرمند چي د افغانستان په جامعه کي لاسته راځي د زړه په وينو تربيه کيږي ، د زړه په وينو لاسته راځي . بايد سړی په ډېر احتياط داسي هنرمند وساتي ، مګر متاسفانه زموږ څخه په ډېر ارزانه له لاسه ولاړ سي . خدای دي له نصرت پارسا سره ښه وکړي .

 

 بېنوا ويبپاڼه په داسي حال کي چي په تېرو څو مياشتو کي د خپل هيواد دهنر ، ادب او پوهي دلاري بې جوړې ځلانده ستوري يې يو په بل پسي له لاسه ورکړه ، د نصرت پارسا غم يې نور هم د زړونوپر سرونو يو نه هيرېدونکی داغ شو !

روح يې ښاده  ، ياد يې تل پاته

د هيواد د دې نوميالي سندغاړي په اړه نور ډېر مالومات

د هغه په ځانګړې پاڼه کي ولولئ

 د ارواښاد پارسا سندري :

قدم راواخله د لالي پر کور زړه شې  ناوې  ( اتڼ ) . . .

راشه ماته غلې ، ای نازولې ، پر مخ زرين خالونه . . . 

 

 

 د ځوانيمرګ نصرت پارسا د ژوند وروستی کنسرت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery