مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غاښو انا تومي یا دغاښو د جوړښت څېړنه

محمد سرور وکیلي

    (Dental - Anatomy)
ژباړه د « ویکي پېدیا» څخه  (Wikipedia)   
دیوه ځوان انسان  دغاښو شمېر ۳۲ وي . د غه غاښونه په زاموکي په دې ډول ځائ پر ځائ سوي دي : ۸ غاښه لاندي اوباندي د مخ غاښونه، ۴ نېښونه لاندي باندي او  ۲۰ نور پلن غاښونه لاندي باندي دننه په خوله کي پر زامو باندي ټینګ دي . ځیني انسانان له طبعیته څلور د عقل غاښونه نه لري، چې دغه ۴ دعقل غاښونه په ۱۷ کلنۍ یاپه  ۳۰ کلنۍ کي راځي . نو د دغو انسانانو دغاښو شمېر ۲۸ توغاښو ته رسيږي .
د ماشومانو غاښونه  ( دشېدوغاښونه) چې ټوله پوره سي  ۲۰ غاښووي . طبعي د یوه ماشوم د شېدو غاښونه د ۶ ږو میاشتو یا د ۹ هو میاشتو څخه پیل کېږي . ځیني استثناي حالتونه هم سته ، چې ماشومان په ۴ میاشتنۍ هم د  غاښو په ایستلو پیل کوي او یا چې له موره پیداسي غاښونه ولري . دغه ۲۰ غاښه  تر دوه نیم کلنۍ پوري پوره کېږي  . د ماشوم په خوله کي  دغه غاښونه داسي ځائ پر ځائ سوي دي :  ۸ دمخ غاښونه ۴ نېښونه او ۸ د پاي غاښونه دي، چې په دې حساب لس  غاښه پورته او لس کښته دي .     وروسته تر شپږ کلنۍ بیا تر ۱۲ کلنۍ پوري  اصلي یاني پاته کېدونکي غاښونه راځي .

د مخ غاښونه او نېښونه ټوله یوه ريښه لري . پلن غاښونه یوه یا درې ريښې لري . د غاښو دريښو شم ېر په ځانګړیزه توګه  د یوه وګړي نه تر بل وګړي پور فرق لري، خو په عمومه توګه هرڅومره چې غاښ د خولې پاې ته کېږ ي ريښې ئي ډېريږي .
دانسان  غاښونه چې ليدل کېږي مختلف ښکاري، خو د ټولو جوړښت یو شی دی . غاښونه چې تر ووریو پورته ښکاري  ورته د غاښو «تاج » یا سروکي واي . تر سروکو کښته چې یو څه باریکه او ريښې خواته ځي  د غاښ غاړه یا تنه واي، په وورویو کي پټي وي نه ښکاري . کښته د غاښ تر تنې د غاښ ريښه ده، چې  دوه پر دریمه د ټوله غاښ جوړه وي  .  نو په دې ډول  غاښ په شکولکه کي ټینګ ولاړ دی . دغاښ سروکی په یوه پرده کي پټ دی، چې د غي پردې یا نسج ته  د غاښ مینا واي . دغه پرده ډېره کلکه ده یاني د بدن تر ټولو هډوکو کلکه ده . دغه مینا ۹۸ وي په سلو کي د معدني مالګو څخه لکه کلسیم، فوسفات او فلور څخه جوړه سوې ده . د غاښ د فلور تړښتي جوړښت د غاښ د کلکواله سره  ډېره مرسته کوي .  دغاښ مینا و هر ډول انساني فشار ته مقاومت لري . مګر و هر کمیاوي فشار ته مقاومت  نه لري . مکروب  او تېزاب  کولاي سي  هر څرنګه چې کلکه مینا وي ملایمه کي او خوږه وي  ئي . تر دغي کلکي پردې لاندي د غاښ مونډه (Dentin) دی، چې د غاښ تر مینا څه ملایم دی او د غاښ عمومي برخه جوړه وي . د غاښو مینا او دغاښو مونډه  د کلکو توکو څخه دغاښو شمېرل کېږي . د غاښ په مونډه کي وړوکی نری کانال تېرسوی ، چې په دغه کانال کي د غاښ اعصاب تېر سوي ، چې په دغه واسطه د یوه خوږ او یا د غاښ د ناموزه کېدو خبر د غاښ و د ننه ته ورکوي .  د غاښ مینا د غاښ د تنې سره ډېره نازکه کيږي، چې په دې ډول د غاښ مونډه حفاظه نه لري . که چيري وورې د غاښ څخه څه کښته راسي نو دغه ځائ لڅ  شي او بې حفاظې پاته شي، که له دغه ځا یه سره د غاښو برس، تودې یا سړې اوبه ځني ومښلي  ډېره بې ځایه څانګه کوي .
 برعکس د مینا بیا د غاښ مونډه (Dentin) د ژوند تر پایه که غاښ جوړ وو تل که خوږ سو برته غوښه راوړي او   جو ړیږي . دغه لامل دی، چې  د غاښ حساسیت،  وروسته تر یو څه مهاله له منځه ځي یاني غاښ بېرته جوړيږي .

دغاښ حرام مغز (Pulpa)  

د غاښ په دننه کي یوه پسته ماده پرته ده، چې دغه دغاښ حرام مغز دي، چې د غاښ د عصب سره یو ځائ دی .  او د غاښ د وینو بهیر سمه وي  او غاښ له دننه څخه په وینو تغذیه کوي .اودغه حرام مغز  چې دغاښ د ريښې د څوکه په یوه وړوکي سوري کي دی دشکولکي سره تړاو پیدا کوي . د عصب ریښې او د وینو وړوکي رګونه د غاښ د څوکي د سوري څخه    و هډوکو ته  د غاښ په  حرام مغز کي  ورځي .

غاښونه باید ښه وساتل سي تل د غاښو په کرېم پرېوله سي او یا په ملایم پا ک مسواک پرېوله سي . کلک شی باید په غاښ مات نسي په کال کي دوه واره د غاښو ډاکټر ته ورتګ هرومرو دی  . هغسي د غاښو برس باید استعمال سي،چې  وورۍ ئي مني .              یود  پاړسي شاعر واي
لذت دنیا زن و دندان بود      ګر زن و دندان نباشد جهان ویران بود

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery