مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2010-03-17   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

ویب لاګ جوړونه – لومړۍ مطلب (۲ برخه )

تېمورشاه یوسفزی

 

Comment:

تعریف :

دویبلاګ یوه برخه چیري چي لوستونکي خپل نظریات دیوه مطلب او یاهم خپله ویب لاګ په اړه لیکي ، عموماً دنظر ورکولو ځای دیوه مطلب لاندي وي .

 

CSS:

تعریف :

دcss توري له Cascading Style Sheets څخه اخیستل سوي  ، چي دپروګرام لیکلویوه ژبه ده ، د CSS کارونه ترډېره د یوه مطلب دښکلا لپاره وي ، دبېلګي په توګه ، کله چي وغواړو یوه مطلب ته بېلابېل رنګونه ، شاځمکي ، کرښي او داسي نور ... ورکړو، نو له دې پروګرام څخه کار اخلو .

 

Domain Name:

تعریف :  

 دurl  یوه برخه چي دویب سایټ نوم وړاندي  کوي ،  دیوه ډومین په لومړي سرکي “www” توري راځي او دهغې نه وروسته یو نوم ، او دنوم وروسته بیا Com، Org، Edu ، tv، af او داسي نور ورستاړي راځي .

بېلګه :

www.morchal.com

 

Guest Blogging:

تعریف :

هغه لیکني یا مطالب چي له یوه ویب لاګ نه بل ویب لاګ کي خپریږي ، ودې ته ګیسټ بلاګینګ ویل کیږي .

مثال په یوه  ویب لاګ کي لیکني مخکي له مخکي خپرې سوي وي  ، او اوس یو بل ویب لاګ غواړي چي هغه لیکني خپل په ویب لاګ کي خپرې کړي ، دغه کار ته ګیسټ بلاګینګ ویل کیږي ، ځکه  هغه ویب لا ګ چي لیکني خپره وي ، هغه کوربه او هغه ویب لاګ چي لیکني تري اخیستل کیږي هغه دمېلمه خاصیت لري .

 

 Home Page:

تعریف :

دیوه ویب سایټ یا ویب لاګ لومړۍ پاڼه چي په پښتو ژبه ورته کورپاڼه ویلی سو، کله چي یوشخص  دلومړي ځل لپاره دیوه ویب سایټ او یا ویب لاګ ادرس ټایپوي ، لومړنۍ پاڼه چي راخلاصیږي ، هغه ته هوم پېچ (Home Page) ویل کیږي .

 

HTML:

تعریف :

د HTML  توري له Hypertext Markup Language کلیمو څخه اخیستل سوي چي دویب سایټ جوړلویوه ژبه ګڼل کیږي .

دغه ژبه ترډېره په ټګونو (Tags) تکیه کوي .

بېلګه :

<   p >

 

Keyword:

تعریف :

کیورډ یو لغت یا عبارت دئ چي دلټون ماشینونو په ذریعه پېژندل سوي دي ، کله چي یو کس ګوګل کي کوم لغت ټایپوي ، دهم هغه لغت اړوند ویب پاڼي یا بلاګونه ورته ښکاره کوي .

 

یوه بېلګه :

کله چي یو لغت تاسو په یوه سرچ انجین کي ورکوئ ، هغه سرچ انجین کوښښ کوي چي ستاسو ویب لاګ یا ویب سایټ سکن کړي ، او دهغه لغت په اساس ستاسو پاڼه لیدونکو ته ښکاره کوي .

 

Link:

تعریف :

ددوو ویب پاڼو ترمنځ پیوند ته ویل کیږي . هغه لینک چي تاسو ئې خپل  په ویب سایټ کي کاروئ  هغه ته Outbound لینک او هغه لینک چي  دبل ویب سایټ څخه خپل په ویب سایټ کي کاروئ هغه ته Inbound  لینک ویل کیږي .

 دغه ډول لینکونه د HyperLink په نامه هم یادیږي .

 

Merchandising Sites:

تعریف :

ویب سایټونه چي له مخي ئې خلک اموال رانیسي . (تجارتي ویب پاڼي)

لکه : کالي ، قالیني ، کتابونه  او داسي نور ...

ویب لاګ جوړونه - لومړی مطلب (۱برخه)

spozmai radio ipower aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery