مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-09   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ایرلنډ: ډاکټرانو نښتي حسن او حسین سره بیل کړل

منصور هوتک - انګلستان - امستردام

ایډیټ: میرویس جلالزی

د انګلستان د  ډاکټران یوه ډله  له یوه اوږده جراحي عملیاتو وروسته وتوانیده چې د سینې له ناحیې څخه سره سریښ دوه وروڼه په بریالي توب سره جلا کړي.

دغه دوه ماشومان حسن او حسین نومیدل چې د لندن په یوه روغتون کې سره جلا کړای شول.

د لندن ښار د Great Ormond Street Hospital روغتون د ډاکټرانو یوه شل کسیزه ډله له یوه څورلس ساعته جراحي عملیات وروسته په دې بریالۍ شوه چې دغه سره سریښ دوه وروڼه یو له بل څخه بیل کړي.

ویل کیږي چې د دغو دوو وروڼو د جراحۍ عملیات ډیر پیچلی او خطر ناک وو.

ډاکټران وایې چې د سریښو تولداتو شمیره په پرمختللو هیوادونو کې په ۵۰۰۰۰ کې یو ځل ده .

د دغو ماشومانو مور انجي او پلار یې ازیدین بن هفف وایې چې د خپلوماشومانو له جلاتوب وروسته بي حده خوشهاله دي او نه شي کولای چې خپله خوشهالې په څو جملو کې څرګنده کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery