مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-10   مخپرونکئ : زرولي خوشنود

دپښتو ادب دناوې دسېنګار لپاره درې ډالۍ

زرولي خوشنود

ملي مبارز علامه محمودطرزي ، (تاخو ويل چې زه به نښه درکړم)،منګی اوتږي. هغه نثري اوشعري ټولګې دي چې  حيدرخېل ادبي بهيرتازه دخپلو روانو ادبي هڅوپه لړکې دچاپ په ګل ڼه سمبال کړي دي.

ديادشوي ادبي بهيرمشرشکرالله شاکرپه وينا، چې دغه ادبي اوفرهنګي چارې يې پدې موخه ترسره کړې  چې پښتوادب لاغني او پياوړ شي

 دنوموړي  په خبره خپلې ادبي او فرهنګي هڅې دوامدارې وساتي او  په نږدې راتلونکي کې يې  دلسو نورو  کتابونو د چاپولو تبيه هم کړې ده .

دحيدرخېل ادبي بهيرمشرشاکرالله شاکر وايي چې مونږ ته دکتابونو دچوني لپاره مالي پانګه دووتنو خوست مېشتومسافرو وروڼو هريو انور( روان) اوسيدمبارک روحاني راکړې  ده وويل که چيري زمونږ له بهير سره مالي مرستې همداسې د نورو ادبي اوفرهنګي شخصيتونو له لوري دوام پيداکړي  مونږ به ددې جوګه شو چې  دهيواد او دسيمې په کچه د شاعرانو اواديبانو يوشميرناچاپ اثاربي له ځنډه  چاپ او خپاره کړو. اوپدې کار سره به دهيواد او سيمې په کچه ادبي اوفرهنګي خوځښتونه دوامدار وساتو او دخپل پښتنې فرهنګ غيږه به غني  او رنګا رنګ ګلونو ښايښته او معطره کړو .

پاتي دي نه وي چې په دغو نويوچاپ شويو ادبي  اثاروکې دافغانستان دژورناليزم ډګرپلار ملي مبارزعلامه محمودطرزی پرشخصيت اوعلمي کړنو يو څيړنيز نثري کتاب چې دليکوال نصراحمدروښان په هڅو کښل شوی  ،تاخوويل چې زه به نښه درکړم دتکړه  خبريال اودخوست ځوان  غزليزبهيرسرلاری شاعرنورشاه نورانې شعري ټولګه او منګی اوتږي دنواب صديقي شعري مجموعه  شامله ده  چې دځوان ژورنالسيتک ډګر فعالينو ، دشعري بنډارونومينه والو او  دښه شعر دذوق خاوندانو  ادبي تنده خړوبولی شي .

حيدرخېل ادبي بهير يادې ټولګې په داسي حال کې لوستونکو ته وړاندې کوي چې له دي وړاندي يې ( دحيدرخيل ادبي بهير ستورو) په نوم يوه ګډه شعري ټولګه دچاپ په ګاڼه  سمبال کړي وه. 

ديادونې وړده مينه والو کولی شي يادې شوې ټولګې  دخوست ښار او دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې دشته کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي .

دخوست تلويزيون اداره دحيدرخيل ادبي بهيرغړيوڅخه مننه کوي چې دخوست دتلويزيون يوتن تکړه خبريال اوځوان شاعرنورشاه نورانې کتاب يې دچاپ په ګاڼه سمبال کړ

اوپه پام کې ده چې يادخپره شوي دري کتابونه څه موده وروسته ديوعلمي سيمينارپه بڼه مخ کتني  اوکره کتني ته وړاندي شي

تاخوويل چې زه به نښه درکړم دنوي چاپ شوي شعري ټولګې ځوان هڅاند شاعرنورشاه نورانې وايې زه دخپلې نوي چاپ شوي شعري ټولګې قضاوت فرهنګي او ادبي يسټوته پريږدم دده په ويناچې اولس پرمه پوردرلود چې  ليکلي شعرونه دويته ديوي ګڼې په شکل وړاندي کړم چې دادي داکارمې دلوي خداي په مرسته وکړه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery