مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپښتو او دري دوه نوي قاموسونه له چاپه راوتلي دي


انګليسي پښتو قاموس او انګليسي دري قاموس دوه هغه نوي کتابونه دي چي په دې وروستيوکي دسباوون د ژبنيو خدمتونو مرکز له خوا په لندن کي په ښکلې بڼه او عالي کیفیت نوي له چاپه راوتلي دي. دغه قاموسونه چي هريويې دانګليسي ژبي نژدې ۲۰۰۰۰ مروج، معاصر اوکليدي لغتونه په ځان کي رانغاړي، په روانه او ساده ژبه ژباړل سوي دي.
دسباون دژبنيو خدمتونو مرکز (Sabawoon Language Services) هلي ځلي کوي چي د ښو او معاصرو قاموسونو په خپراوي سره د ټولو مينه والو او په ځانګړې توګه بهرمېشتو افغانانوته دژبنيو زدکړو په ډګرکي اسانتياوي برابري کړي.
د قاموسونو ددغي لړۍ په باب نور مالومات له www.afghandost.com څخه ترلاسه کولی سئ.
دسباوون دژبنيو خدمتونو مرکز- لندن
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery