مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یوه هېنداره دیارلس څېرې کتاب چاپ سو

محمد داود

د کار په بهیر کې مرکې د هنر او پوهې په اړه د حفیظ الله غښتلي په زړه پورې کتاب دی او ټولټال ۳۱۶ مخونه لري، چې په ننګرهار کې د لیکوالو او خبریالانو د ازادې ټولنې له خوا د موسيقۍ په اړه د جوړ شوي سیمینار په ویاړ چاپ شوی دی. کتاب په زړه پورې دۍ، د مرکې د هنر او پوهې سربېره یو تاریخي ارزښت هم لري نو ځکه د کتاب لوستل د هر چا لپاره په زړه پورې دی. او په لنډه توګه ویلی شو چې په کتاب کې لولو:

د ارواښاد مولوي محمد یونس خالص ناخبرې شوې خبرې.
دیارلس مرکې او هرې مرکې ته کتنه
له مرکو سره به خبرو شویو انځورونو ځغلند نظر
مرکه هنر ده که پوهه؟
د مرکې پر مهال د مرکچي تېروتنې
د مرکې د مرکه کېدونکي شخص تېروتنې
کوم کارونه باید ترسره شي چې یوه مرکه بریالۍ شي؟
څه وخت مرکه له ناکامۍ سره مخ کېږي؟
کوم کارونه خبریال له ګواښ سره مخ کوي؟
د خبریال په توګه د مرکې لپاره څه چمتوالۍ په کار دۍ؟
د مرکې ډولونه
د مرکې لپاره پوښتنې او د هغو ترتیب
څنګه د مرکې چاپېریال مناسب او نارمل وساتو؟
د مرکه کېدونکي شخص په توګه د مرکې پر مهال څه ډول خبرې وکړو؟
که نه غواړو د خبریال پوښتنې ته ځواب ووایو، نو څه باید وکړو؟
د مرکې پر مهال دروغ ویل څومره زیان لري؟
مرکه کزدونکی شخص څنګه دمرکې لپاره ځان چمتو کوي؟

حفیظ الله غښتلي یو اخلاقي جرات کړی او خپل شوي کار ته یې کتنه کړې او په دې اړه یې کره کتنه کړې ده چې په دې توګه کتاب له سریزې پرته په دریو برخو وېشتلی شو هغه داسې چې:
یو:- د مرکې په اړه د حفیظ الله غښتلي خپله تجربه او پوهه.
دوه:- د حفیظ الله غښتلي له خوا ترسره شوې مرکې
درې- هره مرکې ته یوه انتقادي کتنه.
همدا ډول کتاب په پای کې نومښود او انځورونه مل هم لري چې د کتاب ارزښت یې لا نور هم پسې زیات کړی دی.
کتاب په اسانې له کتابپلورنځيو کې تر لاسه کېدی شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery