مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د محمود مرهون دوه نوي اثار له چاپه را ووتل

عزیز

 پښتو د ځوان څېړونکي او نوم وتي ژباړن محمود مرهون دوه نوي اثار له چاپه را ووتل

محمود مرهون د پښتو ادب هغه ځوان ستورى دى چي په لنډ وخت کي يې د ډېرو سترو کارونو په تر سره کولو سره يې پښتو او ځان دواړه ځلولي دي هغه خپلي ټولي هڅي په کار اچولي او د پښتو ادب لپاره يې خپل ټول وخت وقف کړى دى او له په پرله پسې توګه يې د پښتو مينه والو تر لاسو د هغوى د ذوق کتابونه او ادبي مواد ور رسولي دي.
دا اوس اوس د هغه دوه نوي اثار يو د نثر او بل د مينه ليکونو په نوم تازه له چاپه وتي دي،نثر د هغه نثري تيورى نوم دى چي په پښتو ادب کي يې لومړۍ نثري تيوري بللاى سو،په دې کتاب کي د پښتو ادب دورې او محتوايي،شکلي او طرزي ډولنه تقريباً د هغه ټول اثارو سره چي په دې ډولونو کي ليکل سوي دي بيان سوي دي.
دا کتاب په ٢٦١ مخونه سپين کاغذ او ښکلي صحافت په کابل کي د مستقبل خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دى.

دوهم کتاب مينه ليکونه د نړيوالو نوابغو او خپله د مرهون هغه ادبي طرحي دي چي د ليکونو په شکل ليکل سوي دي،چي په اصل کي دا کتاب د ښاغلي مرهون د هغه ١٣ جلدي نثر ټوټو څخه دريم جلد دى چي دوه نور يې لا مخکي چاپ سوي دي.

دا کتاب په ښکلي صحافت سره د ميهن خپرندويه ټولني لخوا په پېښور کي چاپ سوى دى،ښاغلي مرهون ته د اوږده عمر د دعا سره په څنګ کي تاسو درانه مينه وال د دغو کتابونو و لوستلو ته رابول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery