مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسلسلوارناول څلرمه کړۍ (امید)تازه له چاپ راووت


«امید»ناول دتکړه لیکوال رحمت الله رحمت هغه سلسلوارناول دی چي مخکي یې درې ټوکه د(ناکامه مینه اوزورورخلک)،(محبت ولي ورک سو؟ ) او(آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟)دمینوالوپوري رسولي وه ،نوموړی داستان چي دمحبت اوغوټۍ پرژوندراڅرخي اوپه څنګ کي یې لیکوال په ډېره ځیرکتیاسره هڅه کوي څو دټولني حلات په رښتني ډول په کیسه کي ونغاړي.
دپام وړیادونه
دنوموړي داستان (ناول)لومړی ناول د((ناکامه مینه اوزورورخلک ))په نامه ؤچي کیسه یې داسي وه .
زقوم خپله لوردانورخان زوی محبت ته په دې نیت ورکوي ،ترڅوددې دوستۍ له لاري له انورخان څخه مځکي یاباغونه قبضه کړي ،همداډول دټولني د ښواوبدواشخاصو رول ته ځغلنده کتنه سوې لکه ډاکټران ،پولیس،دواپلورونکي،غله ،بدمعاشان ،کوډګران،دوکانداران،اوځیني هغه ځوانان چي دتعلیم وروسته ځان دومره لوړورته ښکاري چي آن دموراوپلاردناستي وخت نه ورته پیداکیږي
دوهم ناول(( محبت ولي ورک سو؟ )) داهم دپورته داستان کیسه پرمخ بیایې کله چي محبت له کوره ورک سي نودکلي خواخوږي خلک په محبت پسي پل اخلي په لاره کي یوځوان (لونګ )ماروخوري ،ترهغه ورسته ځښته ډېري پیښي څېړل کیږي لکه شپانه (شپونکي) دسپي پیغام او دزقوم په دېره کي دجانک وژل اودهغه فاتحه اوداسي نور،دغه ناول هله ختمیږي چي جمیله اوغوټۍ دنیکه اوانازیارت ته تللي وي په هدیره کي دپخواني ملنګ ترځنګ یوځوان ملنګ وویني چي په کړووړوکي دمحبت په څېرښکاري
دریم ناول (آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟)دهمدې کیسې یوه لړۍ ده چي پرلاندي خبروراڅرخي
آیاتاج دار(نوی ځوان )ملنګ محبت دی؟ غوټۍ څنګه پوهیږي چي محبت به یوه شپه ددې باغچې ته ورځي؟ښونځي ته دنوي ښونکي څه پیغام دی اوڅه پوښتني لري؟دسیمي بدمعاش (منګل ځوان ) دچاله خواوژل کیږي؟ دزقوم خان نفرچاته لارنیسي اوڅوک وژني؟ دغلام جان ترشادچالاس دی چي په کلي کي یې بیااوربل کړ؟ ایامحبت دزدکړولپاره بیرته کلي ته راځي؟
همدارازدانوی اودسلسلوارناول دکړیوڅخه یوه کړۍ ده چي په دې حساب سره یې څلرم ټوک بللای سو(امید)
تاسوکولای سئ چي دنوموړي لیکوال پنځه واړه اثار(کتابونه)
۱-(درحمت ډالۍ،
۲- ناکامه مینه اوزورورخلګ،
۳- محبت ولي ورک سو؟
۴- آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟
۵-امید
پرلاندي ادرسونوترلاسه کړئ
چمن : حقانیه کتاب فروشي بوغره روډ،حافظ کتاب خانه مرغۍ بازار عیدګاه چوک،اسلامیه اسټیشنري باچاخان بلډینګ تاج روډ،
کويټه : صحاف کتاب خانه کاسي روډ،باخترکتاب فروشي سیټلاټ روډ،غزنوي کتاب فروشي کندهاری بازار
کندهار:افغان قرطاسیه ارګ بازار
پېښور:دانش کتاب فروشي
اویاهم له لیکوال سره اړیکه ونیسئ رحمت آئرن ورکس اینډټال مال روډپرانا(زوړ)ګنچ چمن
شمېرې : ۰۳۳۳۵۵۰۱۹۵۲=۰۳۴۵۸۸۷۴۶۱۴=۰۳۴۵۸۸۷۳۲۹۹
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery