مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کورني حقوق (Family Law) کتاب چاپ سو.

غلام ولي نوري

د پوهندوی استاد نصرالله ستانکزي د کورني حقوق (Family Law) کتاب چاپ سو.
د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ  استاد پوهندوی نصرالله ستانکزي کتاب چي د کورني حقوق نومیږي تازه له چاپه راوتلی او په کابل، کندهار، ننګرهار ، پکتیا او نورو ولایتونو کي  تر لاسه کېدای سي.
پوهندوی ستانکزی د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د نامتو استادانو څخه دﺉ او دی لومړی افغان دﺉ چي د ۲۰۰۹ م کال د نړۍ د مشهورو او ځیرکو خلکو په کتاب کي یې نوم راغي.
استاد ستانکزي د حقوقو په برخکه کي په دري او پښتو کي خورا زیات کتابونه لیکلي دي چي دا وروستی کتاب یې د (کورني حقوق) پدې وروستیو کي په کابل کي د مستقبل خپرندوی ټولني له خوا د زرو ټوکو په تیراژ خپور سوی دﺉ.
کورني حقوق په پښتو کي په دې عنوان لومړنی مستقل اثر دﺉ چي د پوهندوی ستانکزي له خوا کښل سوی دﺉ. په دو برخو، پنځو څپرکو او تقریبا سلو سرلیکونو سره دا کتاب د کورنۍ د ټولو حقوقي اړخونو څخه بحث کوي چي د حقوقو د محصلینو او نورو لوستونکو لپاره خورا ګټور مواد لري او د پښتو په لمنه کي یوه خورا درنه اضافه ده چي د استاد ستانکزی ددې زیار د کښلو څخه یوه نړۍ مننه کو او پدې لاره کي د نورو بریاوو او اوږده عمر دعا ورته کوو.
هیله ده چي درانه لوستنکي له دې کتاب څخه پوره او ښه ګټه پورته کړي.

په درنښت

کابل، افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery