مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اوږۍ جمال (د زرو پړونى) شعري ټولګه چاپ شوه

محمداصف احمدزى

د پښتو ادب بهير ته يو بل اثر (د زرو پړونى) هم ور زيات شو. دا اثر د شاعرې او ليکوالې آغلې څېړنيارې اوږۍ جمال شعري ټولګه ده.
اوږۍ جمال اوسمهال د علومو اکاډمۍ علمي غړې او د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې محصله ده.
دا د نوموړې لومړنۍ شعري ټولګه ده، چې ١٤٠ مخونه لري او د چاپ چارې يې د صميم ادبي ټولنې له خوا ترسره شوې دي.
ددې رنګينې شعري ټولګې په سر کې د علومو اکاډمۍ ښاغليو غړيو هر يو څېړنوال محمدعارف غروال، څېړنپوه نصر الله ناصر، څېړنپوه علي محمد منګل او محقق محمدفاضل شريفي ارزښتناکې او په زړه پورې خبرې کړې دي.
ورپسې اوږۍ جمال د سرخبرې تر سرليک لاندې ليکنه کړې او په کې ويلې دي چې: ((له شعر او شاعرۍ سره بې کچې مينه لرم، ترڅو چې پوهېدلې يمه، له شعر سره مې مينه په زړه کې وه او دغه سپېڅلې مينه مې په دې امېد پاللې ده، چې زه وکولاى شم چې يوه ورځ ځان ته شاعره ووايم او يا نور مې د شاعرې په توګه ومني.))
(د زرو پړونى) شعري ټولګې مينه وال کولاى شي، چې دا اثر له لاندې ځاى څخه ترلاسه کړي:
مستقبل انتشارات، شاداب ظفر بلاکونو ته مخامخ، کابل ښار
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery