مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یومیلیون ګولۍ کتاب (دافغانستان دجګړې زړه بیانوي )

غلام ولي نوري

تقریبا ؛یو ملیون ګولۍ؛ کتاب ما دوه کاله وړاندي لوستی وو او خو پدې اوس کي یې اپډیټ بڼه په لاس راغله چي د ؛ د یوه ملیون څخه په ملیونو؛ بدل سوی دﺉ. د افغانستان په اړه چي سړی هر سیاسي او تاریخي کتاب لولې نو غمونه یې نور هم ور تازه او ډیروي او سړی نور هم ددې رواني ورانۍ عمق ته بیا یې چي ور سره د رڼا هیڅ څرک نه ښکاري.
زه چي ددې ورانۍ د پای په اړه تصور کوم نو خورا ورانونکې ښکاري چي کېدای سي زموږ ددې ګران افغانستان وجود هم ور سره له منځه ولاړ سي خو خدای دي داسي ورځ په موږ نه ویني او خدای دي د ستر احمد شاه بابا او لوی درشل میرویس نیکه دا جګې شملې پر مځکه نه اچوي.
د ۲۰۰۶ م کال په اپریل کي د برتانوي ځوځ یوه کوچنۍ ډله د افغانستان جنوب د هلمند په ولایت کي ځای پر ځای سوه. د څو اونیو په ترڅ کي دوی د نړۍ د طالبانو په نامه د خورا نامي جنګیالیو له خوا په لومه کي بند کړل سول، چي هغوي غوښتل دا ځل هم دا بهرنیان په خورا شرمینده ګۍ سره خپلو کورونو ته واستوي.
 
دفاع وزیر جان رېډ پدې باور وو چي د ؛هیریک ۴ عملیات به بېله یوه ډز څخه هم خپلي پایلي تر لاسه کړي خو ددې برعکس برتانوي پوځ له داسي په داسي سخته جګړه کي ښکېل سو چي په تیرو پنځوسو کلونو کي یې ساری نه وو لیدل سوی. په دغه اعلان سوی او تشریح سوی جنګ کي تر اوسه په ملیونونو ګولۍ کار سوی او د زرګونو انسانانو ژوند یې اخیستی دﺉ خو د پای څرک یې هیڅ نه ښکاري. په برتانیه کي ځیني خلک دا جنګ ته د افغانانو او انګریزانو تر منځ د څلورم برخلیک ټاکونکي جنګ په سترګه ګوري چي هغه نور درې یې د ویکټوریا په زمانه کي تیر سوي دي.
نو دا ټوله څنګه پېښ سول؟ هلته د ترهګرۍ تر نامه لاندي ددې جګړې د لومړۍ کرښي پر سربازانو باندي څه تیریږي؟  
جیمز فرګوسن موږ د جنګ د زړه توري سیمي ته بیایې. هلته د ؛هیریک ۴؛ د عملیاتو د برتانوي سرتیرو د حاله مو د دوی له خولې خبروي او همدا شان جمیز موږ د طالبانو سنګرونو ته ور سره بیایې او هلته مو ددې ورانونکي جنګ د پایلو څخه په خپله د طالبانو د خولې داستان راته اوروي.
جیمز پدې سره چي په ؛یو ملیون ګولۍ؛ کتاب کي د جګړې دواړو غاړو ته رسیدلی دﺉ خورا ګټور او د لومړي لاس معلومات راغونډ کړي او ددې ورانونکي جنګ یو ښه انځور کېدای سي. دی له انګرېزانو څخه پوښتي چي ایا تاسو دا جنګ ګټلای سی؟ 
 جیمز فرګوسن یو فریلانس جورنالیست دﺉ چي خورا زیاتي مقالې یې په Independent, The Times, the Daily Telegraph, the Daily Mail and The Economist کي خپرې سوي دي. نوموړی په ۱۹۹۷ م کال کي په مزار شریف کي و چي دغه ښار د طالبانو لاسونو ته ولوېد او په ۱۹۹۸ م کال کي لومړنۍ جورنالیست وو چي د ګلبدین حکمتیار سره یې مرکه وکړه.


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery