مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د (قمار) The Gamble د کتاب پېژندنه

غلام ولي نوري


ګېمبل چي د نامتو ژورنالیست توماس ریکس اثر دﺉ او په ۲۰۰۹ م کال کي چاپ سو د عراق په جنګ کي د ډېویډ پيټرایس او د امریکا د اردو د ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ کلونو د جګړو کار نامې بیانوي. تر دې واندي ریکس د Fiasco په نامه مشهور کتاب لیکلی وو.  په کتاب کي ډېره پاملرنه په ۲۰۰۷ م کال کي په عراق کي د (Surge)  یا نظامي څپې پيښو او د جنرال پيټرایس قوماندانۍ ته سوی ده چي د جنرال رې اوډېرنو د ښورښ پر ضد ستراتیژي کامیابه کړي.
ریکس په دې باور دﺉ چي نظامي څپې د تشدد په کمولو کي خورا زیاته مرسته وکړه، د عراق په اړه یې د امریکایانو نظر بدل کړ خو په دې کي پاته راغله چي په عراق کي سیاسي جوړجاړی رامنځ ته کړي.
لیکوال په اتمه صفحه کي لیکي چي که څه هم د پیټرایس د ځیرکتیا له کبله د عراق په نارامیو کي د پام وړ بدلون راغي او دغه ستراتیژي یې بریالۍ کړه خو هغه اساسي سیاسي مشکلات لا پر خپل ځای پاته دي چي ددې هیواد راتلونکی ور سره تړلی دﺉ.
د ۲۰۰۷ م کال څخه نوي نظامي قوماندې د امریکا ستراتیژي اداره کوله او ددې داستان مرکزي کریکټر جنرال پيټرایس چي هر څه یې په لاس کي وو ډېر ژر په نظامي او غیر نظامي اړخونو کي پر خپل ځان باندي د بهرنیانو په شمول خورا تکړه مشاورین راغونډ کړل،چي په هغو کي یو اسټرالیایې د اردو پیاده افسر چي اوس انتروپالوجیست دﺉ، یوه انټي ملېټرۍ انګریزه چي د منځني ختیځ کارپوه وه او یو فلسطینی کارپوه هم ول.
دا کتاب په خپل ځان کي دننه د امریکا د اردو د استخباراتو د هغه وخت محرم او د اوس غیر محرم اسناد هم لري، چي د عراق وضعیت په خورا ښه توګه پکښي بیان سوی دﺉ لکه د دښمن وسلې، وضعیت، پټنځایونه، مرسته کوونکي او نور...
د عراقي ولس قومي او مذهبي جوړښت ته هم ښه ځای پکښي ورکړل سوی دﺉ، د اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او نورو اړخونو ښه جاج پکي اخیستل سوی دﺉ. لنډه دا چي دا کتاب د عراق په اړه یوه سمه او کامله ستراتیژي ده چي زموږ د وضعیت سره هم سر خوري.
ګېمبل تر چاپ سمدستي وروسته ما ولوست او خورا راته په زړه پوري ښکاره سو ځکه چي زموږ او د عراقي بېچاره ولس درد، غم او سرنویشت یو شان دﺉ او پدې هیله وم که ددغه کتاب څخه زموږ چارواکي استفاده وکړي نو ډېر په درد به یې وخوري ځکه چي دا تیاره او جوړه ستراتیژي ده او که د افغاني ټولني په چوکاټ کي ځای سي نو کېدای سي دلته هم ښه پایلي ولري که څه هم د هیڅ هیواد حالت له بل سره برابر نه وي خو دا چي اوس پيټرایس په افغانستان  کي د ناټو او امریکایې ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه ټاکل سوی دﺉ نو کېدای سي چي د پیټرایس د استعداد او نیمګړتیا وو څخه افغان دولت پوره ګټه پورته کړي.
پدې کتاب کي د رازونو تر څنګ زیاتي هغه لاري چاري په ګوته سوي دي چي څنګه یو هیواد کولای سي خپل ګوریلا او پټ دښمن ته ماته ورکړي.
په دې هیله چي ددې کتاب څخه زموږ چارواکي پوره استفاده وکړي او یو ازاد او اباد افغانستان ولرو.
په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery