مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کور ته اوږده لار

غلام ولي نوري


د ۲۰۰۶ م کال د جنورۍ ۱۵ د کندهاري ولس او د کاناډایي ملت لپاره خورا خواشینونکې ورځ وه. یوه ځانمرګي د کندهار د غرمې پر یوه بجه د کندهار د دوراهي په سیمه کي خپل موټر د کاناډایې ځواکونو د یوه کاروان سره چي لوړ پوړی کاناډایې ډیپلوماټ ګلېن بېري پکي سپور وو ټکر کړ.
ګلېن ووژل سو او د ډرایور  ضابط پاول فرانکلین دواړي پښې پرې سوې او یو بل عسکر هم ژوبل سو.  دا وخت لا کندهاري ولس د ځانمرګو د چاودلو د ږغ سره پوره بلدتیا نه لرل خو وروسته دې ځانمرګو ددې بېچاره او مظلومو خلکو دونه ویني وبهولې چي تاریخ یې په لیکلو پسې نه رسیږي.  
ددې لوړ پوړي ډیپلوماټ د وژلو له کبله په کندهار کي  کاناډایانو خپل ملکي خدمتونه د اتو میاشتو لپاره ودرول. 
(کور ته اږده لار) د فرانکلین یعني هغه کاناډایې عسکر چي په افغانستان کي خپلي دواړې پښې د لاسه ورکړې داستان دﺉ. ده د ژوبلېدو په وخت کي د خپلي میرمني سره وعده وکړه چي خپل کور ته به د سرتیرو او طبي ټیم په مرسته ژوندی راستنیږي. ده پر خپله وعده وفا وکړه او تر څلورو میاشتو وروسته یې پر مصنوعي پښتو قدم وهل پیل کړل. دی د هغو کاناډایې سرتیرو لپاره یو الهام هم وو چي په جګړو کي تر ژوبلېدو وروسته څرنګه کولای سي په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي البته چي دا دده، د میرمني اډورا او کوچني زوی سایمن د ګډو هڅو نتیجه یې وو.   
(کور ته اوږده لار) د افغانستان په دې ورانونکي جګړه کي د یوه زخمي او معیوب سرتیري د تراژیدیو، میني، مظلومیت، تکلیفونو، خواریو او غمونو یوه ښه کیسه ده چي ددې ټولو تر څنګ افغانستان هم له یاده نه دﺉ پکښي وتلي. دی په افغانستان کي په ځانګړې په کندهار کي د خپلو خدمتونو بیان په خورا ښه توګه کوي، د افغانستان د خلکو سره مینه ښوویې او په دربدرۍ یې سخت خواشنۍ دﺉ.
د یوه صحي کار کوونکي په توګه به فرانکلین په کندهار کي هره ورځ ډېر ملکي وګړي تداوي کول، خوارکي توکي او نور د ضرورت وړ مواد به یې ور کول. د مظلومو افغانانو په شان دی هم د سترو ځواکونو د استبدادي سیاست ښکار سو او دا بازي لا همداسي په خورا زور سره روانه ده چي تر ده وروسته یې د خورا ډېرو مظلومو افغانانو او غربي سرتیرو ژوند واخیست.
لیان فاولډر چي په کاناډا کي د مشهورو ژورنالیستانو له جملې څخه دﺉ په افغانستان کي د کاناډایې سرتیرو ژوند، کارونو، سیاستونو، تر ژوبلېدلو مخکي کاناډا کي، افغانستان کي او وروسته تر ژوبلېدلو د فرانکلین ژوند ته خورا ښه کتنه کړې ده.
کله چي زه (نوري) د ۲۰۰۷م کال په پای کي د فرانګلین کور ته ورغلم دغه کتاب یې راته ډالۍ کړ او د افغانستان په اړه مو خورا ډېري خبري سره وکړې. د افغانانو د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن وو، د هغوی په اړه یې ډېر فکر کاوه او د دوی پر مظلومیت یې خورا ډېر افسوس کاوه چي التبه اوس ده هم تر افغانانو ښه ژوند نه درلود ځکه چي دواړي پښې یې د لاسه ورکړي وې.
د افغانستان په اړه یې ډېر څه راته وویل چي خورا حیراونکي وو او چي وخت یې راسي بیا یې زه (نوري) له درنو لوستونکو سره شریک کړم.
دا کتاب په یولسو څپرکو کي د یوه ښه تراژیدي داستان تر څنګ د افغانستان د روان حالت یو ښه انځور او ښه تاریخي کتاب هم دﺉ.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery