مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکمپیوټردرسي قاموس چاپ سو

ځانواک( مفتی زاده)


پښتواوپښتنوته دلومړي ځل لپاره دکمپیوټرددرسي قاموس ډالۍ
زمادارمان هغه شېبه هم پلې شوه چی غوښتل مې په پښتوکې پښتنوته دخپلوزیارونو ارمغان ډالۍ کړم!خودوخت ناخوالوراسره لږڅه ناځواني وکړه چي هغه مې داقصادي کمښت  ،روحي تهذیب ، سیاسي ګړبړ  اوناخپلواکه ککړچاپیریال   دی چي دې  ته یې نه  پریښودلم چي دزړه له کومې دنوموړې ډالي ټول اړخیز حق ادأکړم، خوبیاهم دومره مې وکولایشوای چي دکمپیوټرڅخه مې دوخت داړتیاوو سره سم روزمره پروګرامونه کوم چي ورته ډیره اړتیالیدل کیده راوڅیړل اودڅومیاشتوپه موده کې دیوسل اودرې کتابونو،کمپیوټر سنټرونو ،اکیډمیانو،انسټیټیوټونواوکمپیوټر پوهانوڅخه مې  دپښتنولپاره په پښتوباندې په  یوه اسانه اومعاري ډول دنوي نصاب غوندي یوه مجموعه دلړۍ په ډول تیاره کړله  ،خوددې کتاب هجوم اواندازه زیاته شوه بیاراته ملګرومشوره راکړه  چی دلومړي ځل لپاره ئی سائز(هجوم اندازه)راکمه کړه همداسی وشو. اوداکتاب پرپنځوڅپرکومشتمل دي په لمړي څپرکی کې  دهارډ ویر(پرزو «لمسیدونکي توکي) پیژندنه اواصطلاحات   دویم څپرکی کې وینډوز پروګرام اودهغه متعلقات اواصطلاحات پنټ پروګرام ، نوټ پیټ پروګرام او ورډ پیډ پروګرام  دریم څپرکی کې آفیس پروګرام چی مشتمل پردې څلورو پرګرامونودي  لکه :  ورډ پروګرام  چی تحریري پروګرام دي اودهغه   متعلقات اصطلاحات اودټولس مینو تشریح  او هم ایم ایس ایکسل   چی محاسبوي پروګرام دی دې کې متعلقات ،اصطلاحات اودمحاسبي لپاره ۵۵ فارمولي ایم ایس پاورپینټ  دهغه متعلقات اصطلاحات ایم ایس ایکسیس چی داهم یو محاسبوي  پروګرام  ددې متعلقات اصطلاحات  اوفارمولی  په یوه اسانه ډول ښودل شویدي څلورم څپرکی :دې کې دذکرشوو پروګرامونو شاټ کټونه (دکلیانوکړنه ) سمبولونه نښې  اونور... پنځم څپرکی :کمپیوټري اصطلاحات ، عامه کمپیوټر ي اصطلاحات ، مخففات ، اونور... په کې شامل دي خدای ج دې وکړي چی همدا کتاب دپښتنو په  نیمه بې سیواده ټولنه کې  دیوه مهم رول په لرلوسره ځای ونیسي څومې کښلی زیار عبث نه شي .

دارشاد تعلیمي اونشراتي ټولنه

په  اسلامپاله پښتني  مینه!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery