مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-08-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ټیوټا کمپنۍ یو ملیونه عرادې موټر تخنیکي معاینې ته ور وغوښتل

میرویس جلالزی

د جاپان د  ټیوټا موټر جوړولو د شرکت چارواکو یو ملیون عرادې ټیوټا ګاډي د تخنیکي کنټرول لپاره بیرته ور غوښتي دي.

دغه موټر په کاناډا او امریکا باندي پلور شوي ول.

ویره ده چې د دغو موټرو د کنټرول په برخه کې به تخنیکي ستونزې موجودي وي.

د ټیوټا شرکت یوه خپره شوي خبر پاڼه لیکي چې د دغو موټرونو ماډل له ۲۰۰۵ کال څخه بیا تر ۲۰۱۰ کال پوري ده او ماتریکس او کرولا ګاډي پکې شامل دي.

اوس په کاناډا او امریکا کې د ټیوټا کمپنۍ تخنیکي څانګې دنده لري چې دغه خرڅ شوي موټر را ټول، ترمیم او بیرته یې خپلو خاوندانو ته وسپاري.

ټیوټا وروسته تر هغه په دغه اقدام لاس پوری کړی چې په امریکا کې ورته د دریو پیښو په باب رپوټ ورکړ شوی چې په یوه کې یې یو کس برسیرن ژوبل شوي هم وو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery