مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حيدر خيل ادبي بهير يوبل نوى کتاب چاپ کړ

زیتون

 

د حيدرخيل ادبي بهير له خواد درد په نوم نوى کتاب تازه له چاپه راووت
حيدر خيل ادبي بهير چې د تيرو اتو کالونو راپدې خوا د پښتو ژبې دادب او فرهنګ د غوړيدا او پراختيا په لاره کې هلې ځلې کوي دا ځل يي د تنکي ځوان لاهور جان همت نوى کتاب دردچې د افغاني ټولنې د عيني پېښو ريښتنى انځورد ناول په بڼه  وړاندې کوي چاپ  او خپور کړ.
لاهور جان همت پدې ناول کې د يوه ښوونکي د ژوندانه  ريښتنى داستان په داسې شکل بيان کړى چې هر لوستونکى مجبوروي تر څو کيسه تر پايه ولولي .
پر کتاب، ليکوال نصير احمد روښان سريزه کښلي.نوموړي په خپله سريزه کې کتاب د مانا او محتوا له مخې بډايه بللي.
د حيدرخيل ادبي بهير مشر شاکرالله شاکر زياتوي چې دوي په پام کې لري ترڅو په نږدي راتلونکي کې نور درسي  او علمي کتابونه چاپ کړي چې د ځوان کهول د مطالعې په برخه کې اغيزمن تمام شي.
ښاغلي  شاکر وويل دا پينځم کتاب دى چې ددې بهير لخوا چاپ کيږي.
.د کتاب مينه وال کولاي شي چې نوموړى کتاب د خوست ښار د سيدجمال الدين افغان له کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery