مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-09-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د زړه او رگونو ناروغي،

ژباړه او ترتيب : منصور احمد فرزان


د زړه او رگونو ناروغي، د ويني د شيريانونو سختيدل او مخنيوي  
 

موږ او تاسو ټول کولاي سو چي د زړه او رگونو د ناروغي (Cardiovascular disease) د مخنيوي لپاره گامونه اوچت کړو، د زړه او رگونو ناروغي خطرناکه ناروغي دي چي په امريکا کي د خلکو د مرگ و مير لوي عامل دي دا ناروغي کيداي سي چي په ارثي ډول د والدينو څخه په اولادونو کي تظاهُر وکړي مثلاً په يوه کورني کي ددي ناروغۍ تاريخچه چي د 55 کلني څخه په کم عمره نارينوو کي موجوده وي ، او همدارنګه د خلکو نژاد هم پدي ناروغي ډير رول لري چي افريقايي الاصله امريکايان ډير ددي ناروغي ښکار دي.
کوم ناروغان چي د پورتنيو فکتورونو څخه يو هم ولري بايد خپل روغتيايي حالت ته ډېره پاملرنه ولر ي، ددي ناروغي د مخنيوي لپاره کولاي سو لاندي لارښوني په پام کي ونيسو.

١-  د سگريټو نه څکول :
 د ويني لوړ فشار د زړه او رگونو د ناروغيو سره  ستر کومک کوونکي دي کوم وخت چي يو شخص سگريټ څکوي د سگريټو په دود کي يو ډول کيمياوي ماده چي نيکوټين (Nicotine) نوميږي د ويني جيريان ته ننوزي، نيکوټين د ويني شريانونه (رگونه) تنگوي او زړه مجبوره کوي چي وينه په زور زور سره پمپ کړي او د ويني فشار لوړوي چي د زړه او رگونو د ناروغيو ستر عامل دى.

٢- چاغښت (Obesity) :
د ويني لوړ فشار اکثراً په هغو خلکو کي چي چاغ دي واقع کيږي د چاغو اشخاصو د وجود انساج ډير وي (هغه اشخاص چي د خپل اصلي وزن څخه  20 % زيات وزن لري)  اضافه انساج تغذيي او ترميم ته اړتيا لري او د چاغ شخص زړه مجبور وي چي وينه په لوړ فشار سره انساجو ته پمپ کړي نو همدا علت دي چي چاغو خلکو ته د وزن کمول گران کار وي، وزن  کمول د ښه روغتيا لپاره شرط دي د چاغو خلکو لپاره لږ اندازه وزن کمول د ويني د لوړ فشار په کمولو کي ډير زيات کومک کوي،د چاغو خلکو د وجود څلور نيم  کيلو گرامه وزن کمول د هغو د لوړ فشارد نورمال کولو چانس دوه  چنده کوي يا يو  په دوه گټه ورته کوي.

 

٣- د صحي غذا خوړل :
په خوړو کي د ډيري زياتي مالگي څخه بايد مخنيوي وسي ددي لپاره چي زياته مالگه د ويني فشار لوړوي او په کومه اندازه چي وينه مالگينه وي په هماغه اندازه يي ازموتيکي فشار لوړ وي او پدې وروستيو کلنو کي پدي باندي هم ډير ټينگار کيږي چي د زړه او رگونو د ناروغي د مخنيوي لپاره بايد هغه خواړه وخوړل سي د مشبوع غوړو او کوليسټرول اندازه ډيره کمه وي.
کوليسټرول په وجود کي په دوه ډوله پيداکيږي چي يو يي (HDL) چي گټور کليسټرول دي او بل يي (LDL)  چي د  تاواني کوليسټرول په نوم دي.
LDL يا ضرري کوليسټرول وظيفه داده چي د ينې (کبد يا Liver) څخه کوليسټرول انساجو ته راوړي او HDL  يا گټور کوليسټرول د انساجو څخه کوليسټرول ينې (کبد) ته وړي  او په انساجو کي د کوليسټرول د جمع کيدو څخه مخنيوي کوي.
که په وجود کي د LDL يا بد کوليسټرول اندازه په غيرنورمال ډول زياته او د HDL يا گټور کوليسټرول اندازه کمه وي نو کوليسټرول په حجراتو کي سره راټوليږي او همدارنگه د ويني په شيريانونو کي غوټه (Plaque) جوړيږي ، شيريانونه بندوي او نه پريږدي چي وينه په شيريانو کي ښه حرکت وکړي او پدي ډول د زړه او رگونو ناروغي منځته راوړي.

٤- سپورټ يا ورزش کول :
کوم خلک چي سپورټ کوي ډير لږ د زړه او رگونو ، شکري او نورو ناروغيو باندي اخته کيږي ، سپورټ کول په وجود کي د HDL کيمياوي مادي اندازه لوړه بيايي او په رگونو کي وينه په ښه ډول حرکت ورکوي او د ويني د لوړ فشار څخه پوره مخنيوي کوي، په اخر کي داسي په ډاډ ويلاي سو چي سپورټ د هر چا  لپاره ډير ضروري دي خصوصاً سپين ږيري او سپين سرې بايد سپورټ  ته لکه په پښو گرځيدل ، کار کول او داسي نور ورزش ته خاصه پاملرنه ولري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery