مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-10-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار: لس بيلابيل کتابونه چاپ او خپاره سوه

لودين

په کندهار کي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري لس بيلابيل اثار چاپ او خپاره سوه .
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست له لوري په دي وروستيو کي پر يوه ځاى لس بيلابيل علمي ، کلتوري ، تاريخي ، ادبي او هنري  کتابونه په ښکلي قطعه ، ښه صحافت او رنګه ډول چاپ او د مطالعي د مينه والو دپاره وړاندي سول .
نوموړي اثار چي تاريخ افغانستان تر عصر ګورګانيان هند ، کچکول لمړى  ټوک ، کچکول  دوهم ټوک ، زړه په لاس کي ، هلمند د کلتور په ساحه کي ، په لاسونو کي سکروټي ، ادبيات ، خزانه تابه ويل او انارګل نومونه لري مالي لګښت يي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خوا ورکول سوي دى

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي  چي ددي لړۍ په جريان به د ولايت مقام په مرسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري هره مياشت بيلابيل اثار چاپ او خپريږي . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery