مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمدیریت په اړه یو جامع کتاب چاپ سو

ځيرک خپرندویه ټولنه

 
ځيرک خپرونو پدی نږدی وختونو کې د مديريت باره کې ډېر جامع او مرستندوی کتاب چاپ کړی دی، دا کتاب ښاغلي قدرت الله هېوادپال ليکلی لاندی محتويات لري:

محتويات:
دا کتاب پر پنځو برخو ویشلی شوی دی، چې څلوری برخی د مديریت څلور اساسي دندی دي، او لومړئ برخه د مديريت موضوع، اصطلاحاتو، اداری، او نورو پېژندنه ده.

لومړئ برخه: پېژندنه: دا برخه د مديریت او اداری پر اساساتو غږيږي، په پیل کې موږ مدير معرفي کوو چې څه کوي، ورپسې پر مديريت او د هغی پر وظايفو، رولونو او مهارتونو غږيږو. ورسره اداره هم معرفي کوو او د هغی پر کلتور غږيږو، لومړی څپرکی د چاپيریال او سهم لرونکو پر بحث ختميږي.
دوهمه برخه: پلان: دوهمه برخه له څلورو څپرکو جوړه ده، پرېکړه، پلان بنسټونه، ستراتيژيک مديريت او پلانولو وسيلی او تخنيکونه.
درېيمه برخه: تنظيمول: درېيمه برخه د مديريت د تنظيمولو دندی باره کې ده. پدی برخه کې موږ پر اداري جوړښت او تشکيل، مفاهمه، بشري ځواک مديريت او استخدام بحث کوو.
څلورمه برخه: مشري: دا برخه د هڅونی (تشويق) او مشرئ باره کې بحث کوي.
پنځمه برخه: کنټرول: د کتاب اخيري برخه د کنټرول باره کې ده.
تاسې کولای شئ د دی پتو له لاری نور معلومات ترلاس کړئ:

zeerakpub@gmail.com
rahimee23@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery