مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مونوګراف لیکنه کتاب له چاپه راووت

قاري حبیب وردګ

دمحصلینو له پاره دلسانس دورې دمونوګراف لیکنې له پاره دلومړي ځل له پاره یو ځانګړی څېړنیز اثر چاپ شو دغه اثر چې ځوان لیکوال اوژورنالست ګل رحمن رحماني په یوسل او لسو مخونوکې لیکلي تازه له جلال اباده دګودر خپرندویې ټولنې له خوا په دوه زره ټوکونو کې  خپور شوی او استاد اسدالله غضنفر یوه یادونه ورباندې راغلې ده بې له شکه چې دمحصلینو له پاره به یوه غوره ډالۍ او اسانتیا وې کتاب په ښکلې قطعه اوصحافت کې درې څپرکي اوځای ځای بېلګې هم لري دیادونې وړ ده چې له دې نه وړاندې هم دښاغلي رحماني اته کتابه چاپ شوي دي چې وروستۍ هغه یې ( بې وطنه ) دلنډو کیسو ټولګه ده .

 محصلین کولی شي دغه کتاب دمینې مجلې له اخیستنځایونو او دهېوادله ټولو کتابونو په وړ بیه ترلاسه کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery