مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له کندهاره تر اټکه کتاب چاپ سو!

روهیال


له کندهاره تر اټکه د استاد محمدمعصوم هوتک نوی څېړنيز اثر دئ، چي په ۳۴۴ مخونو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د زرو ټوکو په تېراژ په ښکلي صحافت او ښه کاغذ له چاپه راووت.

په نوموړي اثر کي استاد محمدمعصوم هوتک په کلاسيک ادب کي د پښتو د لوېديځي لهجې څرکونه څېړلي او په متسنده توګه ئې د کلاسيکو شاعرانو په شعرونو کي د نوموړي لهجې آثرات، اصطلاحات، وراشې او سره ورته مفاهيم په خورا دقيق ډول څېړلې او سپړلي دي.

د استاد نوموړی اثر په څلور فصلونو کي د يادي لهجې سره د کلاسيک ادب بېلابېل اړخونه تر څېړني لاندي نيسي، چي په دې توګه په کلاسيک ادب کي د لوېديځي لهجې هراړخيز ورته والی په مستنه توګه ثابتوي. موږ استاد ته د دې نوي اثر د خپرېدو مبارکي وايو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery