مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

(سياست علم دى)، د عزيزالله ځلاند کتاب شو.

خبرياله اسيا

 

په خوست کې د سياسي او پوځي چارو کارپوه عزيزالله ځلاند لومړنۍ علمي او څيړنيزه مجموعه( سياست علم دى) تازه له چاپه راووته.

که څه هم د سياست په اړه ډېر کتابونه ليکل شوي او په دې برخه کې زيات معلومات خپاره شوي دي، خو د ښاغلي ځلاند په دې علمي او څيړنيز کتاب کې د سياست په اړه داسې معلومات خپاره شوي، چې کيداى شي، د ډېرى ليکوالانو يا ورته توجه نه وي او يا يې لاس رسى نه وي پيدا کړى.

سياست علم دى، دغه علمي او څيړنيز کتاب په دريو فصلونو کې برابر شوى دى، چې د سياست د څيړلو په موخه بېلابېل سرليکونه پکې راغلي دي.

دغه کتاب، چې په رنګه پوښتيو پوښل شوى دى، په لومړۍ پوښتۍ يې په پلازمېنه کابل کې د دارلامان د تاريخي ودانۍ او د افغانستان نقشه راغلې او په دويمه پوښتۍ د عزيزالله ځلاند ژوندليک او د نوموړي تصوير چاپ شوى دى.

(سياست علم دى)، په سيمه کې د سياسي او پوځي چارو کارپوه عزيزالله ځلاند لومړنۍ علمي او څيړنيزه مجموعه ده، چې خپريږي.

د نوموړي يو شمېر شعري ټولګې هم چاپ ته سترګې په لاره دي، خو تر اوسه چا ورسره د چاپ د مالي لګښت ژمنه نده کړې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery