مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه) کتاب چاپ سو

روهیال

 د (ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه) په نوم کتاب د فدا نظري نوی او مبتکر اثر دئ، چي د پښتو او پارسي دوه زره نومونه او تلخصونه پکښي را يو ځای سوي او څېړل سوي دي. نوموړی کتاب په دې وروستيو کې په کندهار کي د روهيال نشراتي مؤسسې له خوا د ۳۵۰ مخونو په لرلو سره د دوه زره ټوکه په تېراژ په ښکلي کاغذ او صحافت چاپ سوی دئ.
 په نوموړي کتاب کي د پښتو او پارسي ژبو هغه نومونه را يو ځای سوي دي چي ليکوال ئې د افغانانو د راتلونکو کوچنيانو لپاره د يوه ضرورت پر بنياد د نوم ايښوولو په موخه پېشنهادوي، د نوموړي نومښود لويه ځانګړتيا په دې کي ده، چي د هر نوم او تخلص پر لغوي او اصطلاحي معناوو سربېره په شفاهي او کلاسيک ادب کي د ياد نوم او تخلص استعمال هم راښيي، او ليکوال د خپلي ادعا د ښه ثبوت لپاره د هر نامه په باب د کلاسيک ادب خورازيات په زړه پوري پښتو او پارسي بيتونه راوړي دي. د دې کتاب پاړسي ترجمه هم سوې، موږ اميد لرو چي په نژدې راتلونکي کي به د چاپ په ګېڼه سمبال سي.
 موږ د دې کتاب ليکوال ښاغلي فدا نظري ته د دې کتاب د چاپ تبريک وايو او له علاقه مندانو څخه هيله کوو چي پر خپلو راتلونکو کوچنيانو باندي د پښتو سوچه نومونو په ايښولو کي له نوموړي کتاب څخه نومونه انتخاب کړي.

د کتاب د تر لاسه کولو لپاره د لاندي پتو څخه استفاده وکړئ:
ايميل: mrohyal@yahoo.com
ټليفون: ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery