مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمود مرهون داځل له څلورو نو کتابو سره

ويښ کندهارى

محمود مرهون د پښتو ژبي هغه ځوان ليکوال دى چي د لر او بر ټول پښتانه يې له نامه سره اشنا دي هغه په خپله تانده ځواني کي د خپل ژوند تر کلونو زيات کتابونه ليکلي،ژباړلي او نقد کړي دي.دم ګړى د هغه څلور نوي کتابونه په يوه ځل چاپ سوي دي.
د هغه لومړى کتاب د لمن دي ونيسه چي زړه در واچومه د لر او بر ژونديو خو مخکښو پښتنو شاعرانو ګډه شعري ټولګه ده چي د پرتلې او جاج په خاطر را ټوله سوې ده دا کتاب په کندهار کي د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت او ښکلي کاغذ کي چي ټولي پاڼي يې ٣٧٨ ته رسيږي چاپ سوى دى.
دوهم کتاب د اسلامي نړۍ ليد په نوم دى چي د کابل پوهنتون استاد عبدالظاهر داعي ليکلى او د هيواد په ټولو پوهنتونونو کي تدريسږي د ښاغلي محمود مرهون لخوا په روانه پښتو ژباړل سوى او په کابل کي د الازهر خپرندويه ټولني پخوا چاپ سوى دى داکتاب ټولي ٣٦٥ پاڼي لري.
دريم کتاب لمونځ اودس او د هغو مانا په نوم کتاب دى چي دا هم د عبدالظاهر داعي لخوا ليکل سوى او د ښاغلى محمود مرهون لخوا ژباړل سوى او په ښکلي صحافت ٨٠ پاڼو کي د الازهر خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دى.
څلورم کتاب يو خورا اړين او مهم کتاب دي چي خپله د محمود مرهون لخوا په دري ژبه باندي ليکل سوى دى داکتاب  د بياييد پشتو بياموزيم په نوم دى چي ١٦٣ مخونو کي د انګار خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دى د يادوني وړ ده چي د نموړي کتاب ٣٢٠٠ دانې چاپ سوى چي لومړى چاپ يې تقريباً ټوله خلاص سوى دى او تر دوهم ځل چاپ لاندي دى.
په درنښت
کابل افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery