مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مومند خپرندویه ټولنی له لورې تازه خپاره شوي کتابونه!

محمداصف شینواری

په جلال اباد کی مومند خپرندویه ټولنی په تیره اونۍ کی لاندی کتابونه تازه چاپ او خپاره کړیدي.
۱- ماووژنه خو مینه مه وژنه: دا درفیع الله زیار له خوا لیکل شوی ناول دی چی دکیسی منځپانګه یی تر ډیره پر مینه راڅرخي لوستل یی دمینی مینانو ته په زړه پورې دي.
۲- دحامد کرزي لنډه مهاله او منځمهاله واکمني: دلیکوال شیرعلم امله وال دلسانس دوری لپاره مونوګراف دی چی په کتابی بڼه په دویم وار چاپ شو په کتاب کی دحامد کرزي له پیژندګلوۍ راواخله دولسمشرۍ تر لومړیو ټاکنو پوری دروانو پیښو ټول پیښلیک(کرونولوژي) لیکل شوی چی لوستل یی دتاریخ مینه والو ته په زړه پوری دي.
۳- دکاڼي کرښی لومړی ټوک:داسلامی عالمانو او پوهانو ویناوی دی چی ښایی په عربی او یا هم اردو ژبه به لیکل شوی وي خو واحد الله مزل پښتو ته را اړولی دي چی لوستل یی دهر لوستونکي لپاره بی ګټی نه دي.
۴- دکاڼي کرښې دویم ټوک: دا دلویدیز پوهانو غوره وینا وی دي چی احسان الله متین پښتو ته راژباړلې او لوستل یی بی ګټی نه دي.
۵- اسلام او ولسواکي: داسلامی نړئ دستر پوه او د اردو ژبی دستر لیکوال ابوالکلام ازاد اثر دی چې ضیا الحق ضیا پښتو کړی او داسلام دمقدس دین له نظره پکی دولسواکۍ په اړه به زړه پورې مالومات شته که ویی لولۍ نو خوند به تری واخلئ.
۶- سندریزې ساندې: په بغلان کی دلوړو زده کړو دموسسی دمرستیال شاه محمود کډوال شعري غونډ دی چی په زړه پوری غزلی،نظمونه او ازاد شعرونه پکی شته  دشعر مینه والو ته یی لوستل ګټور دي.
۷- دلمانځه حقیقت: دا هم دابوالکلام ازاد لیکل شوی اثر دی چی د ایاتونو او احادیثو په رڼا کی پکی دلمانځه په اړه ګټور مالومات وړاندی شوي او ضیا الحق ضیا په روانه پښتو ژباړلی دی.
۸- ستا نامه دشاعرۍ ده: دننګرهار دعالي دارالمعلمین داستاد نصیر احمد ښاد  دویه شعری ټولګه ده چی دلومړئ ټولګی په پرتله پکی ښه شعرونه راټول شویدي.
پښتو ژبی ته دمومند خپرندویه ټولنی دلاچوپړ په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery