مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دتوبرکلوز نړېواله ورځ هر کال د مارچ په ٢٤

ډاکټرعبدالخالق مسعود

دتوبرکلوز نړېواله ورځ هر کال د مارچ په ٢٤ د روغتېا نړېوالی ټولنی او نورو نړېوالو او سېمېزو ټولنو لخوا پدی موخه لمانځل کېږی چی په اولسونو کی ددی ناروغی  دعلاېمو ,د انتقال,او مخنېوی په اړه پوهه او شعور پېدا کړې او همدارنګه پوهان د توبر کلوز نړېواله او سېمېزه وضعه وارزوی او د هغی په ړنا کې په نړېواله او سېمېزه سطح ګا مونه واخلی٠
توبرکلوز ېا نری رنځ ېوه باکترېاېی ناروغی ده چې دmycobacterium tuberculosis  په ذرېعه هنځ ته راځی دا نا روغی اکثر ېعنی ٨٠ په سلو کی سږی په ناروغی اخته کوی چی دا ډول ېې خورا ساری ده او په اسانی د ېوه انسان څخه بل ته د هوا د زرو له لاری د ټوخی کولو او ېا خبرو په وخت کی انتقالېدی شی.که د توبر کلوز ناروغ بغېر له تشخېصه پټ پاتی شی نو په ېو کال کی دا ېو ناروغ ١٠ کسان نور په ناورغی اخته کوی٠٠ دسږی نه پرته توبرکلوز هر غړې په ناروغی اخته کولی شی چې پدی کی زېاتره عصبی سيستم هضمي سيستم ،هډوکی او څرمن په ناورغی اخته کوی چی دا شکل ېې ساری ندی او صرف ٢٠ په سلو کی واقعات تشکېلوی
٠دنړې  دنفوس دريه برخه په توبرکلوز اخته شوی٠هر کال په نړی کی ٩ ملېونه خلک نوی په تورکلوز اخته کېږی او له دی جملی څخه ٢ مېلېونه خپل ژوند له لاسه ورکوی ٠په افغانستان کی هر کال ٤٦ زره کسان په ناروغی اخته کېږی چې ددی جملی څخه شا او خواه ٨٠٠٠ ددی ناروغی له کبله مرې٠ نړېوالی روغتېاېې ټولنی ٢٢ ملکونه چی په هغی کی توبرکلوز واقعات ډير زېات دی HIGH BURDEN COUNTRIES نومولی چی پدی جمله کی افغانستان په ٢٢ نمبر دی٠
د سږی دتوبر کلوز اعراض او علاېم د جملی څخه تر ټولو مهم ټوخی دی چې دا ټوخې کېدی شې وچ وی اوېا بلغم ورسره وی او يا هم د بلغمو سره وېنه راشی ٠که څوک مسلسل ٣ هفتې داسی ټوخی ولری نو لطفا دی د توبر کلوز مرکز ته د معاينی لپاره لاړ شی.نور علاېم ېی عبارت دی له دشپی مړه تبه او خوله ,بی اشتهاېې ,وزن باېلل ,ځان دردی ,سېنی درد او.....

ايا توبر کلوز ختمېدی شی؟
نړېوالی روغتېاېې ټولنی د توبرکلوز په برخه کی ددی پېړی د پرمختېا اهداف MELLINUIM DEVELOPMENT GOAL  داسی ټاکلی.١
  که چېری دتوبرکلوز واقعات په سلو کی ٧٠ صحېح تشخېص CASE DETECTION RATE وشی او له دی جملی څخه ٨٥ په سلو کی صحېح تداوی CURE RATE شی نو توبر کلوز به د١٩٩٠ په مقايسه په ٢٠١٥ کی ٥٠ په سلو کی کم شی او که دا پروسه دوا م وکړی نو توبرکلوز به په ٢٠٥٠ کی ختم شی٠
دا په خوله وېل اسان دی خو عملی کول ېی خورا ګران کار دی.غټه بدېجه غواړی,وسېل غواړی,په نړېوال معېار تربېه شی پرسونل غواړی،تکړه MANAMGMENT غواړی,تکړه پوهان مشاورېن غواړی,ددولت کلک تصمېم غواړی ,امنېت غواړې,دخلکو همکاری غواړی...له نېکه مرغه ډېرو ملکونو د نړېوال روغتېاېې ټولنی په مرسته دغه هدف حاصل کړی دی.

مونږ چېرته ېو؟
دافغانستان دعامی روغتېا وزارت باېد وستايم چی په ډيرو بدو شراېطو کی ښی لاسته راوړنې لری دوی د توکلوز مرکزونه چې په ٢٠٠١ کی ېوازی ٣٦ وو په ٢٠١٠ کی ١١٠٠ شا او خوا ته رسولی.دوی دا دعوا هم کوی چی ددوی د تشخېص فېصدی ٧٣ ده او تداوی فیصدی ٨٨ ده چی د نړېوالی روغتېاېې ټولنی اهداف يی حاصل کړې دی .خو دا ادعاوی USAID او WHO نه منی او د افغانستا ن دتشخص فېصدی ٦٤ او د تداوی فیصدی ٨٤ بولی چی د WHO د پېړی اهداف نه پوره کوی او تر هغې فېصدی کم دی.

باېد څه وکړو چی اهداف پوره کړو؟
راځی مونږ ټول WHO د I AM STOPPING TB ېعنی زه توبرکلوز دروم کی شامل شو او خپل مسولېت ادا کړو .
1.د امنېت په برخه کی با ټول لوری همکاری وکړی او د تورکلوز صحی ټېمونو سره مرسته وړکړی تر څو هغوی ښه فعالېت وکړی شی او دTB واقعات پېدا ,تداوی کړی او دخپرېدو مخنېوی وشی٠
2.عام اولس باېد همکارې وکړی او هر څوک چی دری هفتی مسلسل ټوخې کوی باېد د معاېنی لپاره توبرکلوز مرکز ته لاړ شی تر تشخېص او دخپرېدو مخنېوی وشی.
3.مېډېا پدی برخه کی تر ټولو مهم رول لری او باېد وېې لوبوی٠باېد پدی اړه ځانګړی پروګرامونه ولری,د پوهانو سره مرکی ولری دخلکو نه پدی اړه پوښتنی ولری.
4.ډاکټران پدی ورځ باېد ځانګړی سمېنارونه ولری ,مطبوعاتی کانفرانسونه ولری او علامتی لارونونه وکړی تر څو خلک خبر شی.
5.دولت باید کلک تصمېم ولری .د کار داېره پراخه کړی.په نړېوال معېار پرسونل ورزی ېاېې پېدا کړی.معېاری مرکزی او محی لابراتوارنه ولری تر څو تشخېص دقېق وی او کومه مرېض نا تشخېصه پاتی نشی
که دا او ځېنی نور خپل رول په ښه توګه دI AM STOPPING TB په پروګرام کی ولوبوو لری نده چی د نړېوالی روغتېاېی ټولنی اهداف به ډېر زر پوره کړو٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery