مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مومند خپرندویه ټولني په دې اونۍ کي چاپ کړي.

محمداصف شینواری
په جلال اباد کی مومند خپرندویه ټولنی په دی اونۍ کی دغه کتابونه تازه چاپ اوخپاره کړیدي.
۱- سیاسی عینکی:دتکړه ژورنالیست او طنز لیکوونکی عبدالنافع (همت) دطنزونو ټولګه ده چی په زروټوکو کی چاپ شوی او ښاغلیو جلال نوراني او علم ګل سحر پری سریزی لیکلې دي.دطنز مینه والو ته یی لوستل ډیره په زړه پوری دي
۲- داسلامی معلوماتو خزانه:دنجیب الله جالب په هڅو او هاند راټول شوي ګټور معلومات دي چی دعربي ژبې له کتابونو پښتو ته راژباړل شویدي.لوستل یی دهر لوستونکی لپاره بی ګټی نه دي.
۳- دیوې شپې واده :داردو ژبی دلیکوال احمدیار خان لیکل شوی ناول دی چی د ځوان ژباړوونکي شفیع الله تاند له لوری پښتو شوی او په دویم وار په دوه زره ټوکو کی چاپ او خپور شویدی. دناول مینه وال کولای شي چی ددی کتاب له لوستو نه ګټه واخلي.
۴- دوطن خاورې ګواه اوسه:که خه هم چی ددی کتاب ځانګړی لیکوال ندی په ګوته شوی خو داسی ښکاری چی دا به هم داردو ژبی نه پښتو ته راژباړل شوی وی ددی کتاب پښتو ژباړه هم شفیع الله تاند تر سره کړی او دکتاب په وروستۍ برخه کی دځینو لویدیزو هیوادونو دشهزادګانو او شهزادګیو دژوند کیسی راخیستل شویدی.پر دی کتاب اغلې ډاکترط تورپیکۍ الم په زړه بورز سریزه کښلی ده که ویی لولۍ خوند به تری واخلئ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery