مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان، سياسي کمزوري او بهرنۍ مداخله کتاب چاپ سو

مطيع الله روهيال


 د افغانستان په اړه کورنيو او دباندنيو ليکوالو خورا ډېر آثار کښلي دي او لا اخته دي ليکي ئې. د دغو آثارو په منځ کي ځيني ئې د تعصب او تبعيض په بوی لړلي دي، خو ځيني ئې بيا د ټولو علمي اصولو په روڼا کي د عيني واقعيتونو پر اساس ليکل سوي دي. يو له هغو آثارو څخه چي د هر ډول تعصب او تبعيض څخه پاک دئ او په ليکنه کي ئې د علمي اصولو څخه کار اخيستل سوی دئ، هغه د ښاغلي ډاکټر نبي مصداق (افغانستان، سياسي کمزوري او بهرنۍ مداخله) نومی اثر دئ چي په انګرېزي ژبه په ۲۰۰٦م کال په لندن کي د منځني ختيځ له پاره د روټليج خپرندويه مؤسسې خپور کړ، او په عين وخت کي په امريکا او کاناډا کي هم په انګرېزي ژبه خپور سو.
 دغه اثر د افغانستان د دوه نيمو صديو تاريخ په بر کي نيسي، په دغه ۲۵۰ کلنه دوره کي لومړۍ دوې صدۍ په خورا اجمال پکښې تشريح سوي دي خو پاته پنځه لسيزي په خورا مفصل ډول څېړي، چي د دغو پنځو لسيزو په پای کي د امريکايي مداخلې او روانو حالاتو په اړه هم په زړه پوري حقايق بيانوي. 
 د دې اثر خوږه پښتو ترجمه ډاکټر نثاراحمد صمد کړې ده، هغوی په ټوله امانت داري د اصلي متن ټول کليات او جزئيات د ترجمې د ټولو اصولو په مراعتولو سره راترجمه کړي دي. چي په دې توګه ئې د افغانستان د پخواني او معاصر تاريخ د کتابونو پر کوټه يوه ښه اضافه بللای سو.
 موږ دغه کتاب د افغانستان په اړه ټولو علاقه مندانو ته په دې نيت وړاندي کوو، چي د افغانستان تاريخ د واقعيتونو پر بنا مطالعه کوي، او له لويه خدای د دې کتاب ليکوال ښاغلي ډاکټر نبي مصداق او مترجم ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد ته د روغتيا په هيله د اوږده او پرثمره ژوند خواست کوو.
 دغه اثر د ۲۰۰۰ ټوکو په تېراژ په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوی دئ، کتاب ټول ټال ٦۳۲ مخه دئ، کاغذ ئې سپين او وقايه ئې ډبله ده، د کتاب په چاپ کي د صحافت ټول اصول مراعات سوي دي، او اميد دئ د افغانستان د تاريخ او کتاب مينه وال د دغه کتاب د هراړخيزي مطالعې څخه خوند واخلي
 د کتاب د تر لاسه کولو له پاره په دغو پتو تماس ونيسئ:
 برېښنا ليک: mrohyal@yahoo.com
 تليفون: ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱

د علامه رشاد خپرندويه ټولني مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery