مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(د نبوت او انبياوو تاريخ) کتاب چاپ سو

خلیل الله سروري

(د نبوت او انبياوو تاريخ ) په نامه کتاب دعربي نړۍ دتکړه ليکوال محمد علي صابوني اثر دئ، چي د نبوت او انبياوو د سيرت په اړه  په خورا مستندو او معتبرو کتابونو کي شمېرل کېږي.
د انبياوو د سيرت په  اړه ډېر کتابونه ليکل سوي دي، خو په اکثرو کتابونو کي په انبياوو پسي داسي خبري ليکل سوي دي، چي يا خو بېخي حقيقت نه لري ، يا ضعيفه دي او يا هم داسي خرافات دي، چي د انبياوو د شان سره هيڅ مناسبت نه لري . نو په دې موخه مو وغوښتل تر څو په پښتو ژبه کي د انبياوو د ژوند په هکله داسي يو اثر ولرو، چي هم د پورته خبرو څخه پاک وي او هم ئې معلومات کره او مستند وي تر څو مو په عربي ژبه کي د (تاريخ نبوه وانبياء) په نامه کتاب  تر لاسه کړ او د تکړه ليکوال او ژباړن مولوي عبدالهادي حماد په مرسته مو پښتو ژبي ته را وژباړه  چي اوس دا دئ په کندهار کي دصداقت خپرندويه ټولني له خوا په ٥٣٦ مخونو  او ښايسته وقايه کي،  د زرو ١٠٠٠ ټوکو په تېراژ،  پر سپين کاغذ او ښکلي صحافت  چاپ  سو، موږ د دې کتاب ژباړن ښاغلي مولوي عبد الهادي حماد ته د دې کتاب د چاپ تبريک وايو .
دا کتاب پر لاندي پته تر لاسه کولای سی :
 ايميل : sadaqat.books@gmail.com
تليفون: 0700305407   - 0700309244


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery