مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د حميد او شمس الدين پرتليز جاج نومي کتاب خپور سو

نوین

د پښتو ژبي ځوان او هڅاند ليکوال او شاعر ډاکټر لياقت تابان د پرتليزي تنقيدي کړۍ دويم کتاب [د حميد او شمس الدين پرتليز جاج] د ملګري ليکوال کوټي له خوا خپور شو دا کتاب د پښتو د هندي سبک امام حميد مومند او د دې مکتب پيروکار شمس الدين کاکړ د شاعرۍ تنقيدي جاج دی داکتاب پله لمن کي هغه نوي موضوعات لري چي په پښتو ادب کي تر اوسه ځانګړې پاملرنه نه ده ورته شوې لکه نفسياتي تنقيد او رومانوي کره کتنه کندهاری مکتب او داسي نور پر دې برسېره د دې کتاب په لسو بابونو کي کلاسيکي تنقيد، تصوف، فلسفه، متلونه، سوچه توري، نيولوګيزم او نور خپاره واره موضوعات شامل دي تر 650 زيات مخونه لري سريزه يې د پښتو ادب معتبر ليکوال استاد حبيب الله رفيع ليکلې ده او د کتاب پر شا عمر ګل عسکر هم يو څو کرښي ليکلي دي په معياري کاغذ او ښکلي ټايټل سره دا کتاب په هر ښار کي د کتابونو په پلورنځۍ کي موندل کيږي د يادوني وړ ده چي ډاکټر لياقت تابان د دې لړۍ لومړی کتاب د شيدا او حنان پرتليز جاج و، چي په پښتو ادب کي يې ځانګړی مقام وموند او د کال 2007 لومړۍ ايالتي جايزه يې هم وګټله د دې تر څنګه د نوموړي ليکوال دوه نور کتابونه د [سهېلي پښتونخوا پښتو رسنۍ] او [د ښکلا په تپاس] (يونليک) هم خپاره شوي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery