مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-10-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلنډو کيسو ټولګه(بې موره ) له چاپه راووته

شفيق الله احمدزى

 

په ناويانو مطلبـــــــونوپســـــــې ګرځي
چې خيالونه شاوخوا ځير ځيرکـاته کا
ښکاروي نــــــــوې نادرې معنـــى ګانې
دفکرونو شهبازان چـــــــــې الواتــــه کا
دځوان،تاند شاعر اوليکوال رفيع الله روشن په نازکو اوهنري ګوتو ليکل شوى ،دلنډوکيسو لومړنۍ ټولګه(بې موره)په ښکلي اواورنګينه پښتې د چاپ په ګاڼه وپسولل شوه.
 دغه ټولګه چې پرپښتۍ يې  ديوې کوچنۍ  داسې يو انځور کښل شوى چې مجبوريت اونهيلي يې له ورايه په رڼوسترګوکې ښکاري چې دکتاب له نوم سره ډېرښه سمون خوري،همدارنګه دکتاب پر شا  دليکوال ښکلى انځوراودښاغلي محب الله (الله يار)لخوا يې لنډ ژوندليک ليکل شوى دى.
 په دغه ټولګه   دهېواد پياوړي ليکوال،شاعر او ژورنالېست قاضي محمد حسن حقيار،(دخودرويه غاټول وږمې) او.تکړه    شاعرې اوليکوالې زرلښتې حفيظ د(دالفت دګل بڼ نوى ګل)ترسرليک لاندې   ليکنې کړي  اودکيسه ليکلوپه فن کې يې  دښاغلي روشن هڅې، هاند اوانځورګري  دستاينې وړ ګڼلي ،چې هغه  يې لا هڅولى  ،دته يې دنېکمرغه ،روښانه ،له برياوو اوخوښو دډک سباوون  لرلو هيلې کړي دي.
 دغه کتاب په داسې حال کې له چاپه راووت چې په دې وروستيوکې زموږپه هېواد کې دپخوا په انډول  لنډې  کيسې ته  دليکوالو، پام کم شوى دى .
 داکتاپ چې ليکوال   خپلې درنې مور ته ډالۍ کړى،دوه ويشت داسې لنډوکيسوته پکې ځاى ورکړ شوى دى ،چې اکثره يې واقعيت اودټولنې ددردونو انځورګري روښانه کوي ،په ١٤٠مخو نوکې په سپين کاغذ او ښکلي صحافت دخوست ولايت دمقام لخوا دزرو ټوکو په شمېر له چاپه راووت.
  دغه کتاب په ډېرساده نثر اوفصيحه  ژبه ليکل شوى    .اوپه کيسو کې  تلوسه  ساتل شوې ده
ښاغلى رفيع الله روشن دلنډوکيسوترڅنګ،ښکلي شعرونه،ادبي ټوټې،سياسي تبصرې اومقالې  هم ليکي،چې ډېرى يې په  ورځپاڼو،مجلوکتابونو،او زيات شمېر انټرنيټي سايټونوکې خپاره شوي دي.
زه دلوى خداى په دربارکې ده  ته دلابرياووپه هيله  لاسونه لپه کوم.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery