مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دتقدیر په نامه ناول چاپ سو

عاشق الله اخلاص يار /پکتيا

دتقديرپه نامه ناول په ۲۲۱ مخونو کې دپکتيا ځوان ليکوال عبدالهادي حماس په زياراودمومندخپرندويې ټولنې لخوا نوی له چاپه راووت،

دغه کتاب چې تقديرنوميږي دپکتيا ځوان اوفرهنګپال ليکوال ډاکتر عبدالهادي حماس ليکلی چې دمومند خپرندويې ټولنې لخوا په دوه زره ټوکه کې له چاپه راوتلی دی،ددغه کتاب دپښتۍ ډيزاين چې دتقديردانګيرنو تصويرونه پکې مالوميږي دمحمدداودتپان لخوا شوی دی ،دکتاب ليکونکي يادکتاب هغه چاته ډالۍ کړی دی چې دخپل ژوندله ترخوشيبوسره په ميړانه مقابله کوي اودنه برياليتوب پروخت کې يې پدې هيله زغمي چې له يوه ازمايښته تيريږي اوفکرکوي چې دتقديرنه بدليدونکي کرښې دي ،پردغه کتاب دوه سريزې دپکتيا دتکړه ليکوالو هريوه محمدخنيف خيران اورمضان تراب طوطاخيل لخوا ليکل شوي چې لومړي څومخونه ورته ځانګړي شوي دي ،پدې سربيره دکتاب ليکوال ډاکترحماس هم دکتاب په لومړيو کې دکتاب دچاپ اوليکلو په اړتيا غږيدلی ،ده دليکنې په يوه برخه کې ويلي دي چې ځينوکيسو،ناولونوچې دافغاني کلتورسره برابرندي ليکل شوي دې ته هڅولی چې ډاکترحماس هم يوناول وليکي خوداسې ناول چې دافغاني ټولنې دکلتورسره برابراواړخ ولګوي اونورليکوالان هم دې ته وهڅوي چې دولس غوښتنې سره سم څه ته پکې انعکاس ورکړي ،ده ويلي دي چې تل پخپلوليکنو کې دخپلې مسلما نې اوسپيڅلې ټولنې دژغورنې موخه بايد پام کې ونيول شي اودهغو پرديو کلتورونو مخه بايد ونيول شي چې له انساني اخلاقواوټولنيزو ارزښتونوڅخه بې برخې وي چې پدې توګه به موله يوې خواخپل اسلامي مسوليت ادا کړی وي اوبل پلو به مودغه مسلمانه ټولنه دپردي ناسم کلتورڅخه ژغورلي وي ،
 محمدخنيف حيران په کتاب ليکنه دپښتو په يوې لنډۍ سره پيل کړي چې تقدير يې بې ګناه بللی اوملامتي يې په هغه چا وراړولې چې دی يې دتقدير نوم يادولوته اړکړی دی،ده ناول دکلاسيک نکل يونوی پر مختللی اوحقيقت ته نږدې بڼه بللې دی،ده داهم ليکلي دي چې دمعاصرو ناولو نو زياتې سوژې دژونددښواوبدوحقيقي اوياحقيقت ته ورنږدې پيښو باندې څرخولی دی ،نوموړي ياده کړې چې پدې وروستيو کې دداستاني ادب په برخه کې په پښتو ژبه کې دهيوادليکوالانو دپام وړهڅې کړي دي ،اوله بيلا بيلوبهرنيو ژبوڅخه يې ډيرۍ نثري اونورډول ډول کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي،حيران ډاکتر حماس هم ددې لارې يولاروی بللی چې دنوروټوليزو هڅواوبيلا بيلو کتابونو دچاپ ترڅنګ يې يو ناول هم چاپ ته چمتو ،چې اوس ترې مينه وال په ليکلې بڼه ګټه پورته کولی شۍ ،نوموړي داکتاب چې دليکوال لومړنۍ ناول بللی ده داهم څرګنډه کړې چې ددغه کتاب په لوستلوکې ځانګړې تلوسه له ورايه ښکاري اوفکرکيږي چې لوستونکی کتاب ترځانه جلا نکړي ،ده داکتاب دنسيم حجازي له ناولونو دسبک سره نږدې ګڼلی اودرومان اوحماسې يادونه يې هم پکې کړې ده ،
 ديادولوده چې پدغه ناول کې دپښتنوکليوالودودونولکه،جرګه،مرکه،کلی ،خان ،ولور،پټه مينه،ښځينه محروميتونه،مسافري،په ښځو ډزې کول،پنا وړل،پسه حلالول،همسايه توب،ګروي،اشر،نښه ويشتل، ميراث، اونورپه ښه توګه ځای په ځای کړيدي چې ناول ته يې ځانګړې ښکلا ورکړې ،
 رمضان تراب هم په کتاب لنډه سريزه ليکلي چې څوکرښې يې دتقدير ناول په اړه ليکلي نوموړي تقدير يوه مقدسه کلمه ګڼلې چې څوک يې په يوډول تعبيروي اوڅوک يې په بل ډول خواصلاچې څوک کومه خطا اويا دطبيعي پيښو سره مخ شي نوخپله ګناه پرتقديروراړوي ،ده ويلي چې تقديردزغم درس راکوي ،له ناهيلوموژغوري اوخلک دې ته هڅوي چې هرنه بدليدونکي کارته غاړه ټيټه کړي اوپه سړه سينه يې ومني ،
 ديادولوده چې ليکوال نهه نوربيلا بيل کتابونه ليکلي چې لومړنۍ چاپ شوی اثريې ابن سينا،بيړنۍ اوورځينۍ ناروغي،دروغتيا کيلې ،پراسلام طبي څيړنې ،دمينې وروستنۍ تصوير،دسوړمزاج درملنه،ځوانکۍ،دخوږې ناروغي ،اودوه يې نوردوينې لوړفشاراوسالنډي طبي کتابونه چاپ ته چمتودي چې په نږدې راتلونکې کې به ترګوتو درورسي ،
 داهم بايد ياده شي چې ډيرليکل اوويل هم دتقديرناول کتاب نشي بيانولی چې علت يې ډيرې لوستنې اوشننې ته اړتيا لري خودپکتيا داطلاعاتواوفرهنګ رياست دملي راډيو تلويزيون اداره ګران فرهنګپال ډاکتر عبدالهادي حماس ته لابرياليتوبونه اوددغه ناول مبارکي ده ته اوپکتيا والو ته وړاندې کوي اوسپارښتنه کوي چې نوي ځوانان هم بايد دپښتو کلتور دپياوړي کولو لپاره هڅې وکړي ،ددې په ځای چې بې ځايه وخت تيرکړي بايد خپله مطالعه پراخه اوپه ريښتيني ډول دخپلوژبواواصيل افغاني کلتور لپاره دخدمت جوګه وګرځي ،
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery