مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مومند خپرندویی ټولنی ۱۱ نوي کتابونه چاپ کړي

حاجی محمداصف شینواری

مومند خپرندویی ټولنی په دی اونۍ کی دا کتابونه تازه چاپ او خپاره کړیدي!

۱- طبی ډکشنری دارواښاد ډاکتر غلام جان (جکړ) شینواری په لاس لیکل شوی طبی ډکشنری ده چی دروغتیا په برخه کی دانګلیسی ژبی لغاتونه پکی په پښتو ژباړل شویدی د ځوانو روغتیا پالانو لپاره یی لوستل بی ګټی ندي.
۲- دبحران مدیریت دکتاب لیکوال برایان تریسی دی چی ځوان ژباړن هجرت الله اختیار په ساده او روانه پښتو ژباړلی او هر هغه څوک چی غواړی دخپل ژوندانه بحرانونه په سمه بڼه مدیریت کاندی دا کتاب دی یو ځل له نظره تیر کړي.
۳- دوه ښارونه دوتلیو لیکوالو استاد ګل پاچا الفت او جبران خلیل اثر دی چی زموږ دځوان کول یو مخکښ زبیح الله احساس پښتو کړی په دی کتاب کی بیلابیلو موضوعاتو ته ځای ورکول شوی چی لوستل یی خورا اغیزمن دي.
۴- اوس دی په یاد ټپی لیکمه دځوان کول دیوی بی نومه شاعری کاینات تنها شعری ټولګه ده چی ټولی پکی په نوی فورم کی ویل شوی ټپی (ټپیزی) راغونډی شویدی.دټپیزو مینه وال دی خبر وي.
۵- داسیا په زړه کی توپان دهیواد دپیژندل شوی تاریخ پوه محمدابراهیم عطایی لیکل شوی اثر دی چی تر ډیره بکی دافغان او انګلیس ددویمی جګړی حماسه په ریالستیکه بڼه تمثیل شویده هغوی چی غواړی دانګریزانو پر خلاف دافغانانو دمیړانو نه خبر شی دا کتاب دی یو ځل وګوری.
۶- په زړه می نوم دیار لیکلی دځوان شاعر ذاهد افغان دټپیزو تولګه ده چی کولای شی دمینه والو تنده خړوبه کړي.
۷- قذافی او لیبیا دخفیظ الله لشکری او نوید حمیدی له لوری لیکل شوی اثر دی چی ښایی په فارسی ژبه لیکل شوی وی ځوان لیکوال او ژباړن ارشاد رغاند پښتو کړی دی په دی کتاب کی دقذافی رښتینی څیره او په لیبیا کی دهغه ژوند ته کتنه شوی .هغوی چی غواړی دنړۍ دحیرانوونکو واکمنانو دژوند له رازونو خبر شي دا کتاب دی ولولي.
۸- دیو ښه ژوند دپرمختګ لاری دمیرمن جویس میر په لاس لیکل شوی دغه اثر په اروایی مسایلو پوری تړاو لری چی نجیب الله نورزی پښتو کړی او دارواپوهنی مینه والو ته پکی په زړه بوری مالومات شته.
۹- پریشانه ستوری داحمد جاوید منګل شعری ټولګه ده چی دشعر مینه والو ته یی چاپ یو ښه زیری دی.
۱۰- دملګرو ملتونو تاریخی بهیر او بشپړتیا دپوهندوی ګلاب شا سبحانی په لاس لیکل شوی اثر دی چی ملګرو ملتونو  دسازمان په اړه پکی په زړه بوری او تازه معلومات راټول شوی لوستل یی بی ګټی نه دي.
۱۱- پښتانه څوک دي، دخیبر پښتونخوا دوتلی لیکوال پریشان خټک په لاس لیکل شوی اثر دی چی ځوان لیکوال ،حقوق پوه او ژباړن هجرت الله اختیار په روانه پښتو ژباړلی  دپښتو کتابونو دچاپ په تاریخ کی به دا لومړی کتاب وی چی په ډیره ښکلی بڼه په دوه ټوکونو کی چاپ شوی هغوی چی پښتانه نه پیژنی ،هغوی چی پر پښتنو ملنډی وهی او هغوی چی پښتنو ته په سپکه ګوری یوازی یو ځل ددی کتاب لوستل ورته اړین دی داډه یو چی ددی کتاب تر لوستلو وروسته به دهغوی په دریځ او قضاوت کی خامخا بدلون راځی
دمومند خپروندی ټولنی دبریالیتوب او دپښتو ژبی بډاینی ته یی دلاچوپړ په هیله.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery