مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ( کمپیوټر خپله زده کړۍ ) په نامه کتاب چاپ سو

اجمل خان زاهد

زما نوم اجمل خان زاهد دي  زه اوس ۲۸ کلان یم او د افغانستان خوست اوسیدونکۍ یم ، خو فعل حال په سویټزار لینډ جینیوا کښې د وطن نه لیرې د مسافرۍ شپې ورځې تیروم

 محترم وروڼو زما له تاسو څخه خواهش دغه دی  چې زما د لومړي کتاب (  هارډ وییر او نیټ ورکینګ )  نه بعد  اوس دوهم کتاب چې په اووه حصو مشتمل دی د ۲۰۱۲ کال د فبروری میاشتې په ۲۲ نیټه له چاپ څخه د (  کمپیوټر خپله زده کړۍ  ۲۰۰۷  ) په نوم  راوتلۍ دي . دغه کتاب چې مه پرې روښتونی او صدقانه کوشش کړي ترڅو د خپلو افغانانو وروڼو او حویندو د لوستلو قابل وګرڅي ، په دغه کتاب کښې هغه اووه میشتې حصو نومونه په لاندې ډول دي.

۱.  Windows Vista,
۲.  Hard ware,
۳ . MS-Office Word 2007,
۴.  MS-Office PowerPoint 2007,
۵ . MS-Office Excel 2007,
۶.  MS-Office Access 2007,
۷.  Keyboard & Shortcuts keys,

  هیله لرم چې د کتا ب چاپ کیدو په اړه لنډ معلومات  ستاسو د خپل ویب سایټ په مخ خپره کړۍ ، تر څو  هغو افغانانو وروڼو او حویندو ته حبر وراسیږ کوم چې  د کمپیوټر له  زده کړې سره مینه او علاقه لري . زه  خپل دغه حدمت چې د افغانانو وروڼو او حویندو دپاره يي  په وړیا بیه تر سره کوم ، خوشخال چې د خپلو وطنولو په حدمت کښې بوخت یم ، دا چې تر اوسه مې دوه کتابونه دخپلو افغانانو وروڼو او حویندو دپاره لیکلی نو امید لرم چې په ایندا به هم خپل دغه حدمت له خپلو وطنولو څخه ونه سپاووم ، په دغه اړوند د ټولو  افغانانو وروڼو او حویندو څخه هیله کوم چې که نور څه مو له لاسه پوره نه وي  راځۍ چې خپل هیواد ته د قلم په زریغه حدمت وکړو او په دغه باوري واوسو چې شاید دغه به  د وطن د سولې او پرمختیا سبب وګرځي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery