مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بيل فاسټ ټېلي ګراف : دطالبانو سندري په انکلیسي چاپیږي

ژباړونکی: محمد سميع صادق

د بيل فاسټ ټېلي ګراف ويب پاڼي څخه ‌ژباړه
د ۲۰۱۲ ز کال د می ۰۶

يوه برطانوي ناشر د خپلي هغي پرېکړي دفاع کړې ده چي د طالبانو ليکل سوي شعرونه(انګليسي ژباړه) به په کتابي بڼه چاپوي.په دغه کتاب کي تر ۲۰۰ ډېر داسي نمونې دي چي د دغو جنګېاليو د يوې لسيزي د شخړي پر سړو و تودو او د جنګ پر لړزو متمرکز دي.
 په هلمند کي د برطانوي قواوو یوه پخواني قوماندان ددغي ټولګي چاپېدل د دښمن د تبليغاتو په صفت ګڼلي او غندلي مګر ناشر هرسټ اېنډ کو د کتاب د چاپولو پر ارادې کلک ولاړ دي.
 د طالبانو د شاعري د کتاب په سريزه کي خپروونکي اليکس سټريک وان لينشوتين ، فيليکس کوهن او فيصل ديوجي وايي دوی دغه منتخبات يې  په دې خاطر نه دی راټول کړي چي ځانګړي ارزښتونه لري بلکه دا کار يې ځکه کړی چي وښيي طالبان څنګه خلک دي.

دا کتاب د يو شمېر ټوکو څخه يو دی چي هرسټ اېنډ کو يې له چاپه راباسي.
 د مطبعې اداري رئيس مايکل ډوېر وويل:« د طالبانو د شاعري په شمول دا ټوله کتابونه ده افغانستان په هکله زموږ علم را ډېروي او په ورستيوو لسيزو کي د ګډوډيو په اړه مالومات راکوي.»
 دغه ټولګه چي د افغان طالبانو په پوهېدو کي د يوه خپلواک نظر وړانديز بلل کيږي به په راتلونکي مياشت کي په کلک جلد کي له چاپه راووزي .

 ناشر وايي چي غوړچاڼ دداسي شعرونو څخه جوړ دی چي په هغه کي بې عوضه مينه، غچ، دجنګ روحيه، مذهب ، قوم پرستي او د سوکالي ارمانونه را نغښتل سوي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery