مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2005-12-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغا نستان سينما ته ځغلنده نظر

واحد نظري

په خو شحالۍ ووايم که په خوا شينۍ چې زموږ سينما د نورو هنرونو په تناسب د لنډ عمر درلودونکې ده ، ډيري لوړي ژوري دموضوع د تنوع دژانرونواو سبکونو رنگيني په کې لږ ده اکثره فلمونه په غير حرفوي اواماتوري ډول جوړ يږي. مسلکي پرسونل او تخنيکي وسايل دگزارې په اندازه دي،انرژي لري خو صميميت پکې نشته دا ځکه چې د مختلو سويوخلک په کې را ټول شوي دي.
د افغانستان لومړنى فلم د (( عشق و دوستي )) په نامۀ نژدې شپېته کاله وړاندې په ١٣٢٥ کال د پردې پر مخ نندارې ته وړاندې شو . ددې فلم يوازې څو مرکزي نارينه پرسونل، سناريو اود فلم لپاره سندرې چې افغاني موزيسين کمپوز کړې وې ، نور ټوله تخنيکي پرسونل، ډايرکتر، فلم اخيستونکى، ارت ډايرکټر او ښځينه لوبغاړي هنديان وه . دا راز فلم جوړول يعنې دنورو په تخنيکي مر سته تر او سه پوري په يو څه تغير په خپل حال پا تې دى .
که چيرې په افغانستان کې او ضاع تغيير نه وای کړی نو تر ډيره په ١٩٨٠ مو کلونو کې دې هيلې زور اخيستی و چې د ٢٠ پيړۍ ترپايه به حتماًً يوه با هويته ملي او اکادميکه سينما ولرو . ځکه په دې کلونو کې سينما د دولت تر حمايت لا ندې وه او دولت دخپلو تبليغاتو لپاره دسينما پر قوت اوا ثراتو پوره خبر وو ،يوه اندازه مسلکي پر سونل چې په افغا نستان کې يې دکار په جريان کې تجربه تر لا سه کړې وه اونورچې اکثره يې په سوسيالستي هيوادونو او هندوستان کي دسينما(ډايرکټ، فلم اخيستل او سونډ يا غږ) په برخه کې تحصيلات کړي وو هيواد ته را ستانه شوي ول . او په متو سط ډول يو سينمايې مرکز منځته را غلی و ،له دې سره ډيرو زياتو ﻻ ملو ديته لاره هواره کړه چې دافغان فلم په وړه ستډيو کې به دکال تر څلورو هنري رنگه او تور او سپين لوړ فلمونه ، همداراز په لسگونو مستند فلمونه جوړ شول.
په دې کلونو کې په تلويزيون کې هم دفلم جوړلو کار په سر عت روان وو او دکال څلور پنځه لوړ او لنډ تلويزيونې فلمونه سر يالونه دپردې پر مخ را تلل. افغا ني فلمونو خارجي فيستوالونو ته لاره پيدا کړه ، جايزي او ديپلومونه يې تر لا سه کول ، حتی افغاني سينما گران نړيوالو فستيوالونو ته د جيوري ( انعام ورکوونکې جرگه گۍ ) دغړيو په صفت بلل کيدل .
يوازی په شپږمه لمريزه لسيزه کې چې موږ څو هنري تور او سپين فلمونه چې د هغو ټول کارونه ، له سناريو څخه نيولې تر شوټنگ، منتاژ ، لا برا توار او پروسس پورې پخپله دافغان فلم په وړه سټديو کې ، چې دامريکا يانو په مرسته په١٣٤٧ هـ .ش کال کې يوازې دلنډو اخباري او مستندو ١٦ او٣٥ ملي مترو فلمونو لپاره جوړه شوې وه تر سره شول ،د رنگه فلمونو دچاپ او پروسس کارونه به دپخواني شوروي اتحاد دازبکستان په جمهوريت کې او کله ناکله په هند کې تر سره کيدل ، ځکه چې موږ رنگه لابراتور نه درلود او غير له هغه څخه دې کوچنۍ دستگاه دومره ظرفيت هم نه در لود ،چې په کال کې څو فلمونه پکې جوړ شي .
دافغان فلم دريا ست له تاسيسيدو تر مخه په ١٣٤٣ هـ .ش دمطبوعاتودمستقل ريا ست په چوکاټ کې د عکاسي او فلم اخيستو د ادارې له خوا ځينې مستند او نيمه هنري فلمونه جوړيدل ،چې د چاپ او پروسس چارې يې په خارج کې تر سره کيدلې.
او او س اوس هم چې پس له يوې غټې وقفې بيا دفلم جوړول پيل شوي دي همدا کار معمول دی، اکثره فلمونه په مجموعي ډول له افغانستان څخه دبا ندي په خارجي هيوادو کې جوړيږي ، اويا د خارجي کمپنيو له خوا اودهغو په مادي او معنوی مرسته او يا په مجموع که ددوی په مصرف او وسا يلو جوړيږي .
يعنی زموږ سينما له هغې لومړۍ ور ځې څخه په غيري فني ډول منځته را غله او تر او سه چي د دنيا تو جه تر يوه حده زموږ سينما ته را گر ځيدلې ده بيا هم يوه اکادميکه او حرفوی سينما نه لرو او نه ددې کار لپاره مسلکي امکانات لرو .
اکثره فلمونه په ډيرو کمو امکاناتو ، بې له مسلکي اوکافي پرسونل او مادي امکاناتوسره ديوه غير مسلکي پروډکشن په ډول جوړيږي اوتر ډ يره حده يوازې د ډايرکټر او دهغه دارتباطا تو پر اساس جوړيږي،چې څومره کومکونه ترلاسه کولای شي . بې له شکه فلم چې يو گروپي او گران کار دی ، له دې نيمگړتياو څخه ډير متا ثره کيږي . او په ډيرو حالا تو کې عادي نندارې اوخندونکې نندارې د فلم په نا مه دپردې پر مخ را ځي ، چې که څه هم له بده مرغه عادي ليدونکي يې په فرق نه پو هيږي ولې زموږ دسينما د رشد مخه نيسي او اگاه ليدونکي خوا شيني کوي.
له بلې خوا د سالم نقد او ارزونه هم نشته. غواړم ووايم چې موږ تر او سه پورې حتی په دې نه يوو توانيدلي ، چې دخپلو ښو فلمونو او د نوو ارزښتناکو فلمونو د ليدو لپاره ليدونکي وروزوو چې دبازاري او بې محتوى فلمونو ليدو ته هڅول شوي دي. علت يې ښايي دا وي چې دولت د دې کار لپاره هيڅکله هم منظم پلان نه درلود او سينما دتل لپاره دڅو تنو سينما دارانو چې بيله خپل شخصي منفعته يې هيڅکله بل شی په پام کي نه وو په اختيار کې وه .
دموضوع او تخنيک له پلوه دافغا نستان سينما په څلورو دورو ويشلای شو ،دافغان فلم دستډويو تر جوړولو مخکي دوره ، هغه فلمونه چې دافغان فلم په ستډيو کې جوړ شوي دي ، د ثور له کودتا وروسته د ډاکټر نجيب د حکومت تر نسکوريدو پورې دوره کې فلمونه او او سني فلمونه . په خارج کي جوړ شوي فلمونه ، او تلو يزيوني فلمونه او دشخصي کمپنيو فلمونه چې په همدي دورو کې دنورو فلمو سره وڅيړل شي .
ترافغان فلم مخکې دوره د عشق او دو ستی سره ١٣٢٥ هـ ش نه شروع کيږي . تر هغه چې دافغان فلم ستډيو جوړيږي په دې دوره کې مستند ،نيم مستند فلمونه جوړيږي . لومړي قدمونه دي ، تراوسه لا سينمايي ليد منځته نه دی را غلی،دفلمونو بيان ساده او ترډيره حده گزارشي دی . لکه ((مانند عقاب)) ١٣٤٣هـ.ش (ډايرکتر: فيض محمدخير زاده ) نيم مستند فلم.
خو دافغان فلم دستډيو له جوړولو سره په ١٣٤٨هـ.ش لومړني سينمايي هنری فلمونه لکه ((روزگاران )) ١٣٥٢چې له درو لنډو فلمو څخه جوړ شوی و ، ( طلبگار ډايرکټر عبدالخالق عليل ) شب جعه ( ډايرکټر : محمدعلي رونق ) قاچاقبران ډايرکټر:سطان حميد و). ((اندر ز مادر)) ١٣٥٢ هـ. ش (ډايرکټر : عبدالخالق عليل ). په اول وار د((روز های دشوار)) فلم١٣٥٢ (ډايرکټر:ولي لطيفي )
د داود خان له کودتا سره سينما يوڅه سياسي تبليغي کيږي.(( رابعه بلخي)) ١٣٥٣ (ډايرکټر داود فارانی ، عبدلخالق عليل ) تا ريخي ډرامه دا اول ځل دی چې زموږ سينماگران، بې له لازمو امکاناتو د يوه تاريخي فلم تجربه تر سره کوي . ((مجسمه ها ميخندد)) ١٣٥٥ (ډايرکټر: توريالی شفق ). ((سياه موی وجلالی)) ١٣٥٦ (ډايرکټر:عباس شبان) د يوې فلکلوريي کيسې پر بنياد يو په بل پسې د پردې پر مخ را ځي.
د دغې دورې فلمونه ريښتينې دي زيا تره يې تياتري جوړښت لري په دې دوره کې ځينې مسلکي ډايرکټران او فلمبردارن هم د تحصيلاتو تر ختمولو ورو سته هيواد ته را ځي خو د تما تيک له پلوه ټولنيزې سوژې ، تياتري کميډي او تا ريخي ډرامه دتنوع له پلوه را منځته کيږي .
بيان په دې فلمونو کې تر يو حده ريا لستيک ولی ساده دی، پيچلي صحنې په دې فلمونو کې نه ليدل کيږي. تر ډيره حده لا سينما خپله ژبه له تياتر سره نه ده بيله کړې ځکه چې ممثلين هم هغه د تياتر لو بغاړي دي .د نوي ليد،سينمايي استيتيک اودسينمايي روانشناسي آثرات لا نشته . په زياترو فلمونو کې د هند دسينما پوره تا ثيرات ليدل کيږي. خو خلک افغاني فلمونوته ډير ليواله دي که څه هم دا فلمونه له هندي او ايراني فلمونو سره چې په دې وخت کې په سينماگانوکې ښودل کيدل ، رقا بت نشي کولای خو بيا هم افغانان له خپلو فلمونو سره مينه کوي .دسينمايي ستورو لا درک نشته.
په دريمه دوره کې چې دثور تر کودتا١٣٥٧ وروسته شروع کيږي دلته که څه هم اکثره فلمونه تبليغي دي ، تنوع د ژانرو،سمبوليکه ارايه او دسينمايي اکټورانو منځته راتلل دي ، کرار کرار سينما د مسلکي او حرفوي سينما خواته قدم ږدي چې په دې دوره کې دا فلمونه دموضوع د تنوع له پلوه د يادولو وړ دي: ((اختر مسخره)) ١٣٦٠ هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف )((دهکده ها بيدار ميشود)) ١٣٦١ هـ.ش (ډايرکټر:عبدلخالق عليل ) .(( تا بستان داغ کابل١٣٦٢)) هـ.ش (ډايرکټر:ولي لطيفي وعلی همرا يف .(( فرار )) ١٣٦٣ هـ.ش (ډايرکټر:انجنيرلطيف ).(( لحظه ها ١٣٦٣ )) هـ.ش (ډايرکټر: واحد نظري ) ((صبور سرباز١٣٦٤)) هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف ).(( پرنده های مهاجر)) ١٣٦٦٥ هـ.ش (ډايرکټر:انجنير لطيف ) ((زمين))١٣٦٦٥ هـ.ش (ډايرکټر:جلال پيروز )(( ارمان ))١٣٦٨ هـ.ش (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه، ((مرد هاره قول اس))١٣٦٦٤ هـ.ش ( ډايرکټر: سعيد ورکزی .(( دکوڅو سر گردان)) ١٣٦٩ هـ.ش (ډايرکټر:احد ژوند ) په پښتو ژبه .
په تلويزيون کې ((اشک ولبخند)) (ډايرکټر: سعيدورکزی )(( دختر با پيرا هن سپيد)) (ډايرکټر: فقير نبي ) ((دلمر په لور)) (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه ((سر بند)) (ډايرکټر: فقير نبی ) او(( دکونډي دزوى)) سر يال په درو برخو کې (ډايرکټر:واحد نظري ) په پښتو ژبه .
دسناريو دليکلو او ارزيابي او ډايرکټرانو بوردونه ( جرگه گۍ ) جوړيږي ، دفلم دسا تلو لپاره ارشيف جوړيږي ، خا رجي فلمونه په خاص ډول روسي فلمونه چې په غټه پيمانه توريد اودوبله کيږي . دلته دی چې په کال کې يو يا دوه فلمه نړيوالو فستيوالونو ته استول کيږي ، دخارجي فلمونو هفتې او ورځې جوړيږي .ولی ددې دورې په پای کې ،دتبليغي سينما تر څنگ، سينما کرار کرار خپله لار له تياتر څخه جلا کوي ، دجنگي تبليغي ډرا مو تر څنگ کميدي ،رواني او ټولنيزو ډرا موته لاره هواريږي ، په اول ځل د روڼ اندې سينما ږغ پورته کيږي .
ولې بياهم په دې دوره کې لکه چې لايل پيرسن په خپل کتاب (( رهنماي بين المللي فلم )) کې ليکي ((افغانستان په هيڅ ډول لکه شوروي اتحاد ، کوبا او چيلي غوندې دکمونستی حکومت په څو لومړيو کلونو کې انقلابې سينما منځته را نه وسته ....)) اونه هم دتمام عياري مسلکي، حرفوي سينما خاوندان شو .اونه هم دافغاني سينمايي استيتيک اوارواح پيژندنې ډيري نخښي وليدل شوې.
تر دې دورې وروسته د مجاهدينو له را تگ سره نور بيا هغه شور اوزور نشته . د طالبانو تر را تلو پورې موږ يوازې د يوه فلم شا هدان يوو چې دافغان فلم په سټډيوگا نو کې جوړيږي ،(( عروج)):( ډايرکتر نور ها شم ابير) . په دې دوره کې دفلمونو جوړول په خارج کې زور اخلي ، ځکه چې ډير سينماگران له هيواده څخه وځي ، دچا چې زور رسيږي د فلم په جوړولو لا س پوري کوي ، چې په دې دوره کې هم په خارج کې دکومو خاصوسينمايي فلمونو شا هدان نه يوو.
په دې دوره کې د تما تيک له لحاظه د مها جرت ستونزې را پورته کيږي، دفلم بيان په ډيرو فلمونوکې د نندار ې تر سطحي را کښته کيږي ، سينمايي استيتيک او بيان نشته امکانات محدود دي ،ملاتړ نشته ، پو ښتنه هم نشته تنور تود دی ، ډير دا سي کسان چې نه تحصيل اونه هم سينمايي تجربه لري،دسينما خواته مخه کوي چې په دې دوره کې هم زيا تره د سينمايي فلمونو پر ځای تلويزيوني او ننداريز رنگ اخلي ددې پر ځای چې دسينمايي بيان او د سينما د رشد شا هدان واو سوو سينما خپل رنگ له لا سه ور کوي ، نوره هم تجارتي او بازاري کيږي ، سندرې رقصونه ، وهل ټکول ، مضحکه صحنه سازي ددې دورې د ډيرو فلمونو خاصه ده .
د طالبانو تر پر شا کيدو ورو سته بيا دا اميد پيدا کيږي چې او س نو بايد دنوروهيوادو په مر سته سينما خپله لار پيدا کړي . خارجي سينماگران کا بل ته را ځي په دا سې حال کې چې يو تعداد سينماگران بيرته هيواد ته را ستنيږي ،ځينې ځوانانو چې په پا کستان او ايران کې دسينما په برخه کې زده کړي کړي دي هيواد ته په را تلو سره د شخصي پرودکشنو په بنيادولو پيل کوي .
دافغان فلم دستگاه څرخ بيرته په حرکت را ځي ، خو يوازې دروازي يې خلاصيږي ،ځينې لنډ هنري او تبليغي فلمونه دخارجي انجوگانو دکارونو دتبليغ لپاره دهغو په مالي مرسته او حمايه جوړيږي ،چې زيا تر ه پکې له تلويزيوني کا مرو څخه استفاده کيږي . يو څه اندازه پيسې او کومکونه چې د خارجي دولتونو له خوا کيږي هغه د دې پر ځای چې دافغان فلم په چوکات کې په مصرف ور سيږي دافغان فلم دکارکوونو له خوا دخپلو شخصي کارونو په نفع په مصرف رسيږي که څه هم د هغوا شخاصوله خوا چې شخصي فلمي کمپنيو اجازه يې اخسته ده ، په کابل که په هرو څو ور ځو کې يو فلم افتتاح کيږي ، خو دا فلمونه د غير حرفوي کسا نو له خوا بې له دې چې سينما ديو هنر په ستر گه وگوري زيا تره دسينما څخه دکاذب شهرت او دڅو پيسو د تر لا سه کولو په خاطر چې په غير فني ډول په بې کوالتيو CD گانو کې بازار ته را ځي دافغانی فلمونو رنگ نه يوازې بيرنگه کړی دی ، آن عادي ليدونکي يې لا دافغاني فلمونو له ليدوڅخه په شا کړي دي چې په مجموع کې زموږ سينما ته چې وروسته پاته ده ډيرزيان رسولی دی او حتی هغه فلمونه چې پوره هنری دي اوس ليدونکي نه لري .
له يوې خوا افغان ليدونکي ، پر خپله سينما باور نه لري ،چې دوی ديوه دووساعتو لپاره مصروفه کړي او دده استيتکي اوملی غوښتنو جواب ووايي دبلی خوايې په ډيرو دې فلمو با ندي سر نه خلا صيږي. دکولن دافغاني فيستيوال جوړونکي را ته وويل : چې د((خاک وخاکستر)) فلم٢٠٠٤ (ډايرکټر: عتيق رحيمي ) چې دفرانسې د هيواد له خواد ميليونو په لگښت جوړ شوی و، دفلم ننداري ته دکابل دپارک په سينما کې يوازي يو ليدونکی نا ست و ،که څه ددې فلم موضوع افغا ني ده اوشو ټنگ يې هم په افغا نستان کې دافغانی لوبغاړو له خواتر سره شوی دی .دا ځکه چې دافلم دخپل جوړښت او استيتيک له مخې دخارجي ليدونکو لپاره په نښه شوی دى.
د دې دور په زړه پورى فلم د((اسامه)) ٢٠٠٣ (ډايرکټر: صديق برمک ) دى چې دجاپان او ايرلنډ د هيوادو په مادي مرسته او دايراني مسلکي يو نټ له خوا جوړيږي ،دا فلم دخپل سيا سي محتوا په درلودلو سره په ډير ښه وخت دپردې پر مخ را ځي، چې په متعددي هنري نړيوالي با ارزښته جا يزي تر لاسه کوي.او دنړۍ په مختلفو هيوادو کې نندارې ته وړا ندي کيږي خو په کابل کې ډير وروسته هغه هم دمحدودوکسانو لپاره ښودل کيږي.
همدا راز نور فلمونه چې په خارج کي جوړيږي .((رقاص آتش٢٠٠٢)) (ډايرکټر: جواد باصل ) دامريکايانو سره په گډه ،(( نيلو فر در باران))٢٠٠٢ (ډايرکټر: همايون کريمپور ) دفرانسويانو په مرسته،(( هجرت٢٠٠٤)) (ډايرکټر: واحد نظري ) ددې فلم ديونټ دجيب په پيسو له گڼو تخنيکي نيمگړ تياووسره او داسې نور دي چې په نړيواله کچه د توجه وړ گر ځي او په مختلفو فستيوالونو کې لکه د((نانټ )) د دريمي نړۍ دفلمونو فستيوال په فرا نسه کې ٢٠٠٤ کال چې زياتره برخه يې افغاني سينماته وقف شوي وه.
په اول وار يو فيستيوال په يوه افغانی فلم افتتاح کيږي . د جرمني د کولن په ښار کې فستيوال ٢٠٠٥ چې د شلو په حدودو کې لوړ او لنډ افغاني فلمونه پکې ښکاره شول او يوازې دافغاني فلمونو نندارې ته وقف شوی و . او همدا راز په اول وار ښځې نه يوازي دممثلينو په تو گه بلکه دډايرکټرانو په توگه (( سه نقطه ))٢٠٠٤(ډايرکټر: رويا سادات ).
دډايرکتر د مرستيال او پروديوسر په توگه ستوری منگل ((هجرت )) اود اسې نور دسينما ډگر ته را دا نگي. په دې مر حله کې سينما خپله ژبه پيدا کوي، خو دا بيان تر يوه حده دخارجي مسلکي يو نټو په کومک تر سره کيږي . چې افغاني سينماگرانو ته د هنري بيان دتحقق امکان ميسره کوي .ولې په دي کې شک نشته چې موږ دخپلې سينما اتوريتې ته دنورو په سترگو کې ډير ليواله يوو، خو داهم بايد هيره نکړو چې زموږ فلم بايد هم په دننه په هيواد کې هم همدا اتوريته دخپلوخلکو په سترگو کې پيدا کړي چې د نورو مبتذله فلمونو چې همدا اوس په هيواد کې دپردې پر مخ را ځي نه يوازې ښه بديل بلکه زموږ دوا قعي هويت او ژوند څر گندوی وي .
ددې لنډو خبرو په پای کې دې نتيجې ته رسيږو چې په افغاني سينماگرانو کې دا پو تنسيال شته چې افغاني سينماته ،سينما يې استتيک د پيچلي سينمايي هنري بيان سره اوسينمايي روانشنا سي ور په برخه کړي ، آن ديوې اکا دميکي او حر فوي سينما د جوړيدو زيری له ځانه سره لري ، خو په دې صورت چې سينمايي مسئولينو له خوا صادقانه کار ورته وشي ، چې فعلاً نشته .دخوارو وارو سينما گرانو ورستنيدلو ته لاره هواره کړي. ددولت له خواله مالي او معنوي پلوه په جدي توگه حمايه شي .چې ديوه سالم او حرفوي ارزښتو پر بنياد سينمايي مرکز په را منځته کيدو سره ټولو سينما گرا نو ته دکار زمينه دنويوتعهداتواو توقوعاتو په رڼا کې ترلا سه شي او همداراز موثره تبليغاتو او سالم نقد او ارزونه به دا امکان ترلاسه کړي چې هر څوک چې دفلم په جوړولو لاس پوري کوي دمسئوليت په احساس سره دا کار تر سره کړي .
دهغې ور ځې په هيله چې با هو يته افغاني اوحرفوي سينما ولرو او پخپلو پښو ودريږو.

aicts mainport spozmai radio
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery