مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خیښي له چاپه راووته

ر.وفا

د بهیر مطبعې ته تللی وم، د یوې مجلې د چاپ اخري او ډیزاین شوې بڼه مې کتله، هلته د ډیزانر تر څنګ مې یو کتاب ولید چې ورته ومې کتل خیښي پرې لیکل شوي وو، آشنا راته ښکاره شو او را وامې خیست، د کتاب په اړولو او راړولو او ډیر دقت کتلو سره د ډیزانر راته پام  شو، ویې ویل "دا کتاب همدا نن له چاپه راووت، چې ډیزاین یې هم ما کړی او سرسرکي مې کتلی چې ښه کتاب دی".
ما ویل کولای شم له ځانه سره یې واخلم، ویې ویل "سمه ده"، کتاب مې را واخیست، د چاپېدونکې مجلې مسوده مې لاسلیک کړه او له مطبعې راووتم.
د ماښام ډوډۍ مې وخوړه له لمونځ کولو وروسته مې کتاب ته ډډه ووهله او له خیښي مو مبارک شه لیکنې مې پیل کړ، چې ښاغلي ومان نیازي لیکې وه، کتاب ته د شپې تر یوې بجې  پورې ناست وم، ډیر ښه موضوعات پکې راټول شوي،  له نکاح نیولې، دسیمې ټول دودونه چې د واده اړوند ټولې چارې په ژوره توګه پکې بیان شوي دي، ډیرو داسې دودونو ته یې هم متوجه کړم چې د خلکو له خولې مې یي یوازې نومونه اوریدلي ؤ، خو ډېری داسې موضوعات پکې وو چې د ماشوموالي دورې، د همدې مرحلې شیرینو خاطراتو او د خپل کلي مینه ناک چاپیریال ته به یې ورسره په مخه کړم چې ډیر خوشحالوونکي  راته وبریښیدل.
د کتاب په ښه انداز چاپ، جذابه مخپاڼه، ښکلې بڼه او په زړه پورې موضوع ګانو او د لیک دود یې ته وهڅولم چې د خیښي په اړه یو څه ولیکم او له دوستانو سره یې شریک کړم.
کتاب په نهو څپرکیو کې برار شوی، د کورني له تشکیل، د واده نه مخکې رواجونو، کوژدنتوب، د واده جریان، په واده کې د سندرو او ان په کور کې د ناوې په ژوند پورې اړوند اړین مسایل په خواږه او نه ستړي کوونکي تفصیل پکې راغلي دي.
خیښي کتاب د وردګو د سیمه ایزو دودونو او شفاهي فلکلور یوه په زړه پورې او نایابه ټولګه له ځانه سره لري، چې د کتاب د لیکوال ښاغلی ګل اغا احمدي وردګ په زیار را ټول شوي، بیا یې په ښکلې او معیاري ژبه ترتیب او لیکلي او  په ۲۰۲ مخونو کې په لوړ کیفیت د چاپ په ګاڼه ښکلی شوی دی.
د سیمې کړو وړو ته چې شفاهي بڼه لري د لیکنې بڼه ورکول خاص مهارت، زیار او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ته اړتیا لري ځکه دا هغه څه دي چې خپل فلکلور او ولسي ادب ته لیکنۍ بڼه ورکول کیږي.
د ولسي او فلکلوریک ادب لوستل سړی لاس نیولی خپل ولس ته ورسره بیايۍ، خپله سیمه او کلیوالي چاپیریال ورته ښايي او له خپلو خلکو سره یې یو ځای کوي. ځوانان د ماشومتوب او سپین ږیري د ځوانۍ د خوږو خاطراتو دورې ته بیايي او د داسې څیزونو لوستل خو کله کله د دې سبب کیږي چې سړی د زړه له تله ورته خوشحاله شي.
زما په آند د سیمه ایزو دودونو په اړه د داسې یو کتاب چاپول یو نیک ګام دی، د هیواد له پياوړو لیکوالانو څخه د ورته ګام پورته کولو تمه کیږي څو د خپلې سیمې له سیمه ایزو دودونو مو خبر کړي او د نورو موضوعاتو تر څنګ دې لور ته هم پام راواړوي.
دا ډول هڅې، څیړنې او شننې به زموږ سره مرسته وکړي چې خپل دودونه په دوو برخو و ویشو، یو هغه دودونه دي چې له هره پلوه د سیمې په تاوان دی، او بل هغه دودونه دي چې ترسره کول یې له ګڼو ګټو سره یو ځای د یو ملت د نوم د ژوندي پاتې کېدو سبب کیږي. موږ باید هڅه وکړو څو هغه دودونه را وسپړو، مثبت او منفي اړخونه یې بیان کړو چې په ټولنه کې موجودیت لري او ځینو ځینو یې ټولنه له ستونزو سره مخ کړې وي. دغه ډول رواجونه  خلکو ته داسې وروپیژنو چې منفي اړخونه یې د راتلونکې لپاره له ټولنې څخه ورک کړو او له مثبتو اړخونو څخه یې د ټولنې د لا پرمختیا په لاره ګټه پورته او له هغو څخه ملاتړ څرګند کړو څو د ټولنې د وګړو په ژوند کې ضروري آسانتیاوې رامنځته شي.
د خپلې لیکنې په پای کې غواړم چې د خیښي ( د وردګو د واده پانګه) د قیمتي اثر د چاپیدو په مناسبت د کتاب لیکوال ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ، د وردګو کلتوري یون او ټول افغان ولس ته مبارکي ووایم او هیله من یم چې زموږ د سیمې د کلتوري ارزښتونو د پيژندلو په لاره کې به دغه لړۍ غزول کیږي څو په غوره توګه خپل کلتور او بډای ارزښتونه خپلو هیوادوالو او نړیوالو ته ور و پيژنو.
زموږ هیله د دې اثر له لیکوال څخه دا ده چې د دې کتاب لیکلې بڼه د انټرنیټ پر مخ بریښنایي کتابتونونو ته هم ور و لیږدوي څو زموږ هیوادوال د هیواد په داخل او بهر کې ورڅخه ګټه پورته او په مطالعه یې مینه ماته کړي.
باید یادونه وکړم چې د خیښي د کتاب ځینې نسخې به د مڼې ګل مشاعرې په محفل کې د مینه والو لاسته ورشي چې د ۱۳۹۱ کال د غبرګولي په ۱۱ نیټه به جوړه شي او تاسو کولای شی چې دغه کتاب د پلازمینې او ولایتونو له کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کړی. 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery