مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-02   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

طنزي ټولګه د قدرت لارۍ چاپ شوه

اتل

 

 

 

 

د میدان وردګو ولایت فرهنګپال  والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او مرسته  دتکړه لیکوال او طنزلیکوونکي محمد زبیر شفیقي  طیزي ټولګه دقدرت لارۍ له چاپه راووته.

 دقدرت لارۍ دویساء ورځپاڼې مسول مدیر زبیر شفیقي  هغه پنځم طنزي اثر دي  چې دده په وینا ځینې مطالب یې په ویساء ورځپاڼه کې دشف  شف نه شفتالوپه عنوانونو او یاهم نورو عنوانونو خپاره شوې دي خو دغه ټول کالمونه او طنزونه اوس دقدرت لارۍ ټولګه کې راټول شوې  دي .

دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي د قدرت لارۍ طنزي ټولګې په اړه وایي::

شفیقي صیب په موږ ټولو حق لري او دا دجهادي فرهنګ او ولسواکۍ فرهنګ ترمنځ د یو رابط او پل په څير دی چې ځوان لیکوالان  دخپل اصیل فرهنګ او ارښتونو  له خوندیتوب سره سره  دنوي عصر دایجاباتو لپاره په نوي فکر او تګلاره  سمبالوي.

ښاغلي شفیقي  دکتاب چاپ په اړه وایي د فرید احمد او هدایت الله نه مننه چې  دغه خورې  ورې لیکنې یې سره راټولې کړې دي او په ځانګړي ډول  دمیدان وردګو والي  درانه دوست محمد حلیم فدایي  څخه مننه کوم چې دخيلو فرهنګي هڅو په لړ کې یې د دې کتاب دچاپ مالي  لګښت پر غاړه و اخیست.

دقدرت لارۍ  په  (۲۳۰) مخونو کې چې نږدې (۱۰۶) عنوانه مطالب او طنزونه لري  په ښکلي اعلی ګاغذ کې چې په زړه پورې  رنګه پښتۍ لري  دمیدان وردګو ولایت والي  محمدحلیم فدایي په مالي لګښت د اسددانش په مطبعه کې دچاپ په ګاڼه سمبال شو.

 

کتاب  د و یساء ورځپاڼې  دفتر او دمیدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر  څخه په وړیا توګه ترلاسه کولای شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery