مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-23   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

دميدانښآر سفرنامه چاپ شوه

اد م خان سیرت

 

 

 

 

د میدان وردګو ولایت  والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او مرسته  دکوزې پښتونخوا تکړه شاعر او تکړه لیکوال صابر شاه صابر په لیکنه دمیدانښآر سفرنامه  کتاب له چاپه راووت.

 

د  کوزې پښتونخوا مشهور،تکړه لیکوال او ژورنالیست صابرشاه صابر چې د یوولسمې مڼې ګل مشاعرې او غزل شپې په مراسمو کې چې په سلګونو لیکوالو،شاعرانو،قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو پکې ګډون کړې وو سیدصابرشاه صابر او عبدالباري جهاني ددغې مشاعرې مشران میلمانه ول.

 دغه دکوزې پښتونخوا تکړه لیکوال او شاعر صابرشاه صابر لخوا  دمیدان وردګو ولایت په اړه مستقله لیکل شوې سفرنامه ده.

دغه سفر نامه دافغانستان د یو ولایت په اړه لومړی مستقله سفرنامه ده چې دخیبر پښتونخوا دیو تکړه لیکوال لخوا لیکل شوېده او د میدان وردګو ولایت  دولس لپاره په فرهنګي ډګر  او ددې ولایت په پيژندګلوۍ کې مهم قدم دی.

په کتاب باندې د کوزې پښتونخوا تکړه لیکوال ډاکټر سیدچراغ حسېن شاه، تاریخ پوهه استاد حبیب الله رفیع او تکړه  او نوم وتي شاعر  عبدالباري جهاني پرې سریزې لیکلي دي  او دصابر شاه دغه کار یې چې نوموړی یې دلیکلوځانګړې وړتیا لري ستایلې  او ادبي ژوند کې یې ورته دلازیاتو بریاوو هیله  کړې.

صابر شاه صابر په دغه سفر نامه کې دمیدان وردګو ولایت والي  دهغې پیرزوینې او لورینې څخه مننه کړي چې  دمڼې ګل مشاعرې ته یې رابللی، مینه  او عزت یې ورکړ او بالاخره ددغه کتاب په چاپونه کې مالي مرسته او ملاتړ  کړې.

 

د میدانښارسفرنامه کتاب په (۱۵۰) مخونو کې په ښکلي اعلی کاغذ کې چې انځوریزې برخې هم لري او په زړه پورې  رنګه پښتۍ لري د سیدصابرشاه صابر په لیکنه او هڅه او د میدان وردګو ولایت والي محمدحلیم فدایي په مالي لګښت د(۱۰۰۰) ټوګو په شمېر د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

 

دیادونې وړ ده چې تراوسه دولایت والي  په ځانګړې پاملرنه تراوسه پورې دفرهنګ او ادب په برخه کې دنورو ستروکارونو ترڅنګ (۳۷) علمي او څيړنیز اثار چاپ  کړيدي  او په نژدې راتلوونکي کې به په پښتو ژبه کې په لومړي ځل د تولستوی ستر شهکار (جګړه او سوله) کتاب په څلورو ټوکونو کې چې(۲۸۰۰) مخونه لري چاپ شي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery