مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیا سحر مجلې پینځمه ګڼه له چاپه راووته

معروف افغان

پکتیا سحر مجله چې تر څلورمې ګڼې پورې د « سحر » په نامه له چاپه راوتله په دې لنډو ورځو کې د پکتیا سجر په نامه په ښکلي ډیزاېن سره په دوه شپېته مخونو کې د مطالعې تر مینه والو پورې ورسېده.
 پکتیا سحر چې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز ناپیېلې، سپورتي، ټولنیزه او سیاسي مهالنۍ خپرونه ده له پکتیا ولاېت څخه خپرېږي چې تر ډېره بریده پکې د پکتیا ولاېت پرمختګونو او په عېن حال کې ستونزو ته کتنه کېږي، د پښتۍ ډیزاېن یې په ډېر ښکلي شکل سره شوی دی چې د پښتۍ په دوهم مخ کې د « د دستار سړي په شمار دي » تر نامه لاندې د پکتیا ولاېت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال الحاج اسلام الدین منګل لنډه پېژندنه کښل شوې ده او د پښتۍ په څلورم یا آخري مخ کې د زمري کامران کروړ چې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز له بنسټګرو څخه دی په ورزشي څانګه کې لنډه پېژندنه کښل شوې ده چې په ترتیب سره په مجله کې اسلامي، ادبي، سیاسي او ورزشي لیکنې کښل شوې دي، د مجلې په منځنېو پاڼو کې یو انځوریز رپوټ په رنګه ډول چاپ شوی دی چې د یاد مرکز د کړنو څرګندونه کوي او هم د پکتیا ولاېت د لوړ پوړو دولتي چارواکو تر څنګ ددې مرکز د سپورتي څانګې د ځینو ورزشي روزونکو عکسونه چاپ شوي دي .
 هېره دې نه وي چې د پکتیا سحر مجلې د امتیاز څښتن سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز، مسؤل مدیر استاد ګل کریم ( سحر پکتیاوال ) ۰۷۹۹۲۳۶۲۲۲ ـ ۰۷۷۱۸۳۳۷۵۶ او مرستیال مدیر یې محمد بلال ( معروف افغان ) دي . ۰۷۷۹۷۱۷۰۷۲
 bilalmaruf551@yahoo.com
پکتیا سحر مجله پداسې حال کې له چاپه راوځي چې سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز هره جمعه ورځ د کره کتنو او مشاعرو ادبي غونډې داېروي او د پکتیا ولاېت او د نورو ولاېتونو پکتیا مېشتي شاعران او لیکوالان پکې ګډون کوي، که تاسې غواړﺉ خپلې لیکنې د پکتیا سحر په پاڼو کې ولولﺉ نو پدې برېښنالیک خپلې لیکنې راولېږﺉ او یا هم د ګرځنده په شمېره له موږ سره اړیکه ونیسﺉ .
 0704979855 paktyasahar@yahoo.com
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery