مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سواستو - چاپ سو

جعفر هاند- کابل

 

سواستو د پښتو ژبې د وتلې لیکوالې، خبریالې او څېړونکې صفیه حلیم دریم ناول دی چې مومند خپرندويي ټولنې اوس- اوس په ننګرهار کې چاپ او خپور کړی دی .
دغه ناول د کوزې پښتونخوا په سوات درې کې د یوه ځوان د ورکې مینې پر کیسې ور ټول دی،کیسه هغه مهال لا پسې زړه راښکوونکې او خوږه کیږي چې په سوات کې سیلابونه کورونه ړنګوي او خلک نورو سیمو ته په ورکډېدو مجبوروي،کریکټر د ناول تر پایه په خپلې ورکې پسې لالهانده ګرځي، خو دا چې خپله ورکه پېدا کوي که څنګه؟ ناول ولولﺉ چې پرې پوه شﺉ.
 صفیه حلیم د پښتو ژبې د ښځېنو لیکوالو په ډله کې یوازینۍ لیکواله ده چې پښتو ژبې ته یې پر یو شمېر هنري اثارو سربېره علمي او تاریخي اثار هم پرې اېښي دي.
همدا اوس د اغلې حلیم دوه نور کتابونه تر چاپ لاندې دي، یوه یې په ژورنالیزم کې ډېر قیمتي اثر دی او بل یې د لویدیځ له ادبیاتو د یوه ناول ژباړه او نچوړ دی .
د صفیه حلیم چاپ شوي کتابونه په لاندې ډول دي:
د هندوستان پښتانه، ( په هند کې د مېشتو پښتنو د ژوند ژواک په تړاوو څېړنیز اثار دي چې په لاندې ډول دي:
۱:بهوپال؛
۲:مالیر کوټله ؛
۳: بهار ؛
۴:باره بستي (د هندوستان پښتانه د څېړنیزو اثارو پر پنځم کتاب هم کار روان دی)؛
۵: ښایست ( د لنډو کیسو ټولګه)؛
۶: د ډیوې په غیږ کې ( د لنډو کیسو ټولګه)؛
۷: د نړۍ ولسي کیسې ؛
۸: دنیا ( ناول)؛
۹: نیمګړی انځور ( د لنډو کیسو ټولګه)؛
۱۰: زبېښاک ( ناول - پر دویمه برخه یې هم کار روان دی)؛
۱۱: ښکلی کتاب ( د ادبي ټوټو او نثرونو ټولګه)؛
۱۲: د سیند باد اووه سفرونه( د ماشومانو لپاره)؛
پر دغو کتابونو یې سربېره د انګلیسي ژبې د استادانو لپاره هم په انګلیسې ژبې یو کتاب لیکلی دی چې په لندن کې چاپ او خپور شوی دی.
صفیه حلیم ته د دې د نوي چاپ شوي ناول مبارکي وایو او  له الله تعالی نه ورته د یوه اوږ او صحتمند ژوند دوعا غواړو چې پر پښتو ژبې ډېر نور ارزښتناک اثار هم ولوروي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery