مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شفاء انسټیټیوټ د کار موندنی خبرتیا - ۲۰ استادانو ته اړتیا ده

ضیاءالرحمن

 

د خبرتیا شميره: 011391
دنده: استادان
د قابلګۍ، عالي نرسنګ، فارمسي، انستیزي، رادیولوژي او فزيوتراپي مسلکي استادان
د اسلامي ثقافت، ساینس، عمومي کیمیا، تحلیلي کیمیا، اناتومي، مایکروبیولوژي، ریاضي، کمپیوټر مسلکي استادان
 د دندو شمير:16-20
موسسه: شِفاء د روغتیايي علومو انسټیټیوټ
د دندې ځای: مهترلام ښار- لغمان
د قرارداد موده: 5 میاشتې تر 3 کلونو
د قرارداد ډول: په درسی ساعت/ سهار، ماسپښین او ماښامنۍ دوره
جنس: نارينه يا ښځینه
ملیت: افغان او بهرني
تنخواه: د انسټیټیوټ د معاشونو د لایحې مطابق
د خبرتیا د پیل نيټه: 24/05/1391
د خبرتیا د پای نيټه: 12/06/1391

پيژندنه:
شِفاء د روغتيايي علومو انستيتيوت د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزارت سره ثبت او راجستر په 1391 لمریز هجري کال په لغمان ولایت کې د منځنیو روغتیايي زده کړو په مختلفو څانګو کې د نارینه او ښځینه محصلینو د روزلو په موخه تاسیس او په چارو پیل وکړ.
 د دندې په اړه: شِفاء د روغتيايي علومو انستيتيوت چې نوی يې په لغمان ولایت کې فعالیت پیل کړی، غواړی د منځنیو روغتیايي زده کړو د قابلګۍ، عالي نرسنګ، فارمسي، انستیزي، رادیولوژي، فزيوتراپي او طبي ټکنالوژۍ څانګو لپاره غوره مسلکي استادان او د مهال وېش مطابق نورو مضامینو د تدریس لپاره مسلکي استادان وګماري.
 دندې او مسؤلیتونه:
د هر تدريسي ساعت لپاره درسي پلان جوړول
د درس مطابق درسي مواد او لوازم تيارول او کارول
د تدریس لپاره پر وخت حاضرېدل او د درسي ساعت د وخت پابندي
د ښه تدريس په موخه له مختلفو مېتودونو کار اخېستل
د انسټیټیوټ اداري اصولو ته احترام او پابندي
په نظري او عملي دواړو برخو کې د شاګردانو د روزلو لپاره هر اړخیزه پاملرنه
له انټرنېټ او کتابتون څخه د تدریس لپاره د نويو معلوماتو تر لاسه کول
په ټرېنېنګونو، ورکشاپونو او علمي سیمینارونو کې برخه اخېستل
د انسټیټیوټ په داخل کې د علمي او تدريسي فعالیتونو سربېره له نورو فعالیتونو ډډه کول
 اخلاقي او ديني اصولو ته درناوی او مراعت کول
له ادارې او نورو استادانو سره هم غږي او د اړتیا پر وخت مرسته
د ګمارنې شرایط:
د دوکتورا او ماسټرۍ فارغانو ته ترجېح ورکول کېږي
لیسانس په مسلک کې له 2 کلنې تجربې سره
د متوسطه انسټیټیوټ فارغان د استادۍ له کافي تجربې سره
د تحصیل په موده کې د نمرو تر 70 پورته سلنه ولري
د تحصیل په دوره کې دويم چانس ونلري
د موثر تدريس ورکشاپ يې اخېستی وي
د نېکو اخلاقو خاوند وي
په کمپیوټر او انګليسي ژبه پوهېدنه غوره ده
د اسنادو سپارل:
CV، غوښتنلیک، د نمراتو ترانسکرپټ، ديپلوم،د ټرېنېنګونو او تجربې د اسنادو کاپي په لاندې پته يا برېښنالیک وسپارﺉ
 پته: شِفاء د روغتیايي علومو انسټیټیوټ اداره، د کابل او جلال آباد هډې ترڅنګ، مهترلام ښار، لغمان-افغانستان
 برېښنالیک: shifa.institute@gmail.com
د اړیکو شمېرې: 918171 0708-0791428124-0788402450

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery