مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نغمو کې وير - ټولګه د چاپه راووتل

زهير پکتين

 

په  نغمو کې  وير ، له  هېواده  مسافر  او  مهاجر  شاعر او ليکوال  ښاغلي  حاجي  محمد اسحاق  امانزي  د هغې شعري  ټولګې  نوم  دی  چې  تازه  په  کندهار  کې  له  چاپه  راوتی٠

په نغمو کې وير  (٣٠٠)  مخونه  او  د شعر  د بڼې  له مخې  څو  بېلابېلې برخې لري٠

په نغمو کې وير   باندې  د پښتو موسيقۍ  استاد او خوږ  ژبي  سندرغاړي ښاغلي  عبدالرحمن  رحماني، ځوان  ليکوال او شاعر  اجمل  اټک  يوسفزي ، د افغانستان  د  راډيو  تلوېزيون  پخوانۍ  وتلې  وياندې  اغلې  زرغونې عطا  ژواک  او پخپله  شاعر  امانزي  ، ليکنې  او تبصرې  کړي  دي ٠

د کتاب  پر مخ او شا دواړو  غاړو  د ارغنداو په  شنه ورشو  کې  د افغاني  حماسو  وياړلې  مېرمن  نازو  انا  د مقبرې  او  زيارت  ښکلي  انځورونه  پسولل  شوي  دي٠

موږ  دردمن شاعر ښاغلي  امانزي  ته   د دغې  دويمې  ټولګې  د چاپ  مبارکي  وايوو  او د  لا  نورو  پنځونو  هيلې ترې  لرو٠

        په  اوسلو  کې  د افغان  ادبي  ناستې  په  استازيتوب

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery