مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-28   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

د راډيو ژورناليستانو له پاره لارښود کتاب چاپ شو

اتل

 

 د میدان وردګو ولایت  والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او مرسته  د ډاکتر محب سپبن غر لخوا ژباړل شوې (( د راډيو ژورناليستانو له پاره لارښود))  کتاب له چاپه راووت.

 

د  راډيو ژورنالیستانو له پاره لارښود کتاب چې یو علمي او تحقیقاتي اثر دي  چې دالمان هېواد د ډوېچې وېلې  اکاډمۍ  دمرستیال  پېترهيولېن، تورستېن کارګ په الماني ژبه لیکلي او  دهېواد تکړه لیکوال او شاعر ډاکتر محب سپین غر چې دالمان هېواد د ډوېچې وېلې په اکاډمۍ کې یې دنده درلوده هغه مهال دالماني ژبې څخه پښتو ژبې ته د ژورنالیستانو د وړتیا لوړولو او د ژورنالیزم بهیر دپياوړي کولو په موخه  دخپلو هېوادوالو لپاره  ژباړلې دی.

دکتاب په اړه ډاکتر محب سپن غر وایی: دغه کتاب مې په ۲۰۰۷ کال کې  ژباړلې  خو د ځینو نا ځوانیو له کبله تراوسه له چاپ او پراخې ګټې اخیستنې څخه بې برخې وو ان دکابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مسولینو هم  لیواله نه وو چې دسلګونو ژورنالیستانو لپاره  وړیا یې چاپ کړي، خو له نیمکرغه  دمیدان وردګو ولایت فرهنګپال والي د فرهنګي هڅو خبر شوم او ملګرو ورسره دکتاب دچاپ په اړه خبرې وکړي چې همدغه فرهنګپال والي دکتاب چاپ په ورین تندي ومانه او دچاپ په ګاڼه سمبال شو.

ښاغلی سپین غر زیاتوي ((هیله ده چې دغه لارښود وکولی شي د ژورنالیزم دپوهنځيو دمحصلانو، دهېواد  درسنیز ډګر دژورنالیستانو او نورو مينه والو لږ تر لږه ځینو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ووایي.

 

د راډیو ژورنالیستانوله پاره لارښود کتاب په (۱۷۰) مخونو کې په ښکلي اعلی کاغذ کې چې په زړه پورې او رنګینه قطعيي پوښتۍ لري  د ډاکتر محب سپن غر  لخوا ژباړل شوې او د میدان وردګو ولایت والي محمدحلیم فدایي په مالي لګښت د(۱۰۰۰) ټوګو په شمېر چاپ شو او د ولایت مقام  لخوا به  پوهنتونونو دژورنالیزم او ادبیاتو پوهنځيو، ژورنالیستانو،لیکولانو او مینوالو ته وړیا و ویشل شي.

 

دیادونې وړ ده چې تراوسه دولایت والي  په ځانګړې پاملرنه تراوسه پورې دفرهنګ او ادب په برخه کې دنورو ستروکارونو ترڅنګ (۳۸) علمي او څيړنیز اثار چاپ  کړيدي  او په نژدې راتلوونکي کې به په پښتو ژبه کې په لومړي ځل د تولستوی ستر شهکار (جګړه او سوله) کتاب په څلورو ټوکونو کې چې(۲۸۰۰) مخونه لري چاپ شي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery