مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-18   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کابل ښار کې ځانمرګي بريد ١٢ تنه وژلي دي

 

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون قومانداني وايي ، چې د کابل د هوايي ډګر پر څلوېښت متره سړک نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې نهه بهرنيان او درې افغانان وژل شوي دي.
د ياد شوي زون په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې بريد کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي .
دا ځانمرګى بريد نن د سهار پر شاوخوا ٧ بجو پر څلوېښت متره سړک د بهرنيانو پر يوه موټر وشو.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ مرستيال محمد داوود امين د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ځانمرګى بريد ديوه کرولا موټر په وسيله شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريدکوونکي د بهرنيانو يو فلاينګ کوچ موټر سره خپل موټر جنګولى او درنه چاودنه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه ، چې په دې پېښه کې وژل شوي بهرنيان د اې سي اېس ( ACS ) په نامه له امريکايانو سره ديوه بهرني قراردادي هوايي شرکت کارکوونکي او پيلوټان وو.
د امين په وينا ، بهرنيان روسان او د سوېلي افريقا هېوادونو اوسېدونکي وو.
هغه زياته کړه ، چې په بريد کې د بهرنيانو افغان موټر چلوونکى او دغه راز يو افغان لاروى او په سيمه کې يوتن پنچرمين هم وژل شوي دي.
ددې ځانمرګي بريد له امله په سيمه کې د " تالار خليج" او " ممتاز محل " هوټلونو ښيښې هم ماتې شوې دي .
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت وسلوال مخالف حزب اسلامي ددې ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
ددې ګوند وياند انجنير هارون زرغون پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې دا ځانمرګى بريد د فاطمې په نامه يوې ٢٢ کلنې پېغلې، په امريکا کې د اسلام پر ضد د خپور شوي فلم په غبرګون کې کړى دى.
ده وويل ، چې دغه پېغله دکابل اوسېدونکې وه او په خپل موټر کې يې تر ٢٠٠ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي و.
زرغون ادعا وکړه، چې په دې بريد کې د امريکا د سفارت ١٤ کارکوونکي وژل شوي دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery