مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-09-18   مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ

ميدان وردګ: دپېزوان ترنامه لاندې مجله له چاپه راووته!

اتل

 

 

 

 

 

د میدان وردګو ولایت  والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت او  ښځو چارو ریاست   لخوا په لومړي ځل دپېزوان مجله په ښکلي اوښه کیفیت سره   له چاپه راووته.

 

 

د پېزوان په مجله کې دښځو ترڅنګ دنارینوو او کورنیو په عامه پوهاوي ټینګار شوې چې  له امله به یې دټولنې دغه دوه نه بېلیدونکي برخې( ښځه او نر)  په ګډه دشته ستونزو او همدارنګه په ټولنه کې دګډې ونډې اخیستنې په موخه په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې  په ګډه د عامه پوهاوي په اړه کار کوي چې ددې مجلې دغه ځانګړنه دنورو مجلو څخه بیلوي.

 

 

دغه مهالنۍمجله دښځو چارو رېسې وحېدې ښکلې  په مسول مدیریت او دنارینه لیکوالو په مټ او دمیدان وردګو ولایت  مقام په مالي لګښت په ښکلي او اعلی رنګه کاغذ  کې  چې (۴۴) مخونه لري د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

 

د ولایت والي محمد حلیم فدایي ددغې مجلې دچاپ په اړه وایي((هیله مې ده چې پېزوان خپرونه به ناسم افغاني،غیراسلامي، او انساني ضد فکرونه، ګومانونه،معلومات او طرحې روښانه او اصلاح کړي او په سمه بڼه به یې لوستونکو ته وړاندې کړي)) نوموړی وایي(( د ښځو په اړه ډیرې خپرونې  او پروګرامونه شته چې دښځو دفکري او اقتصادي ارتقاء او یا دحقونو دپيژندنې په موخه جوړیږي، ستونزه یې داده چې تمرکز یې یوازې په په ښځو وي زما هیله داده چې پېزوان خپرونې تمرکز په کورنۍ، وي چې پکې (میړه، ورور، زوی، لور، مور ، خواښې او خسر شامل دي)) نوموړي زیاتوي که چیرته دغه ځانګړنه ونه لري نو له هغه خپرونې او کتاب څخه چې ټولنه ګمراه کوي، د خپرونې او کتاب نه لرل غوره دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery